لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسټراليا: په ځنگلونو داور لگيدلو له امله ٨٤ کسان وژل شوي دي


داسټريليا ځنگلونو کې داور لگيدلو له امله دوژل شوؤ کسانو شميره ٨٤ؤ ته رسيدلې ده اؤ له ١٠٠ؤ څخه زيات کورونه سوځيدلي.
داسټريليا په دريوؤ جنوب ختيزو رياستونو کې موقعيت لرونکو ځنگلونو کې په شاوخوا ٥٠ؤ ځايونو کې دسختې گرمۍ له امله داور لمبې پورته شوې اؤ دتيزې هوا له امله دغه اورزيات چټک شو اؤ نورې سيمې يې هم پخپله غيږه کې واخستې.
دچارواکو له مخې داور لگيدلو له امله تراوسه ٨٤ کسان وژل شوي اؤ له ١٠٠ؤ څخه زيات کورونه دسوځيدلو وروسته ايره شوي دي.
دمړو په شمير کې داضافې انديښنه ده اؤ په اغيزمنو سيمو کې دپوځ دپځايې کولو امر جارى کړل شوى دى.
دپوليس وياند له مخې تراوسه دبيلا بيلو سيمو څخه د٤٩ؤ کسانو مړي ترلاسه شوي اؤ له ١٨ؤ څخه زيات کسان دتداوۍ لپاره روغتونونو ته رسول شوي دي.
پوليس چارواکي وايي داور له امله دوژل شوؤ زياترو کسانو مړي دگاډو څخه ترلاسه شوي چې اندازه ترې کيږي هاغه خلک دي دکډو کولو په مهال سوځيدلي دي.
بل لوري ته داسټراليا صدراعظم کيون ريوډ دغه اور دتباه کوونکي گرځولو په ترڅ کې اغيزمنو سيمو کې دپوځ دپځايې کولو امر جارى کړى دى.
داسټراليا په تاريخ کې داور لگيدلو دغه يوه بده پيښه ده.
په کنگ سيمه کې لږ ترلږه ١٢، وانډونگ کې ٤، سينټ اينډريوز کې ٤ اؤ سټراتهيون کې ٣ کسان داور له امله وژل شوي.
په اور لگيدونکو سيمو دهوا څخه الوتکې اوبه اچوي.
داور وژنې عملې په زرگونو غړي په اور دقابو موندلو لپاره هلې ځلې کوي.
دحرارت لوړې درجې اؤ تيزې سيلۍ داسټريليا په ځنگلونو کې لگيدلى دغه نور هم تيز کړو اؤ زيات کلي يې پخپله غيږه کې واخستل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG