لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ اؤ سوات  ښتو کې  د٤ؤ طالبانو په گډون ١١ کسان وژل شوي دي


دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمې باجوړ کې دامنيتي ځواکونو اؤ جنگيالو ترمينځ نښته کې ديو کمانډر په گډون ٤ طالب جنگيالي وژل شوي اؤ په سيمه کې دسحر راهسې دنښتو لړۍ دوام لري.
دوژل شوؤ طالبانو مړي په سيمه کې پراته دي اؤ امنيتي ځواکونو په ايجنسۍ کې کرفيو پځايې کړې ده.
ځايې اوسيدونکو غوښتنه کړې ده چې امنيتي ځواکونه دې کرفيو ختمه کړي چې دغه شان هغوي له سيمې څخه کډې يوسي.
بل لوري ته دباجوړ سره پيوست دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په سنگرونو دگوله بارۍ په مهال په کورونو دگولو پريوتو له امله ٧ تنه وژل شوي اؤ٨ نور ژوبل شوي دي.
همدغه راز په قنبر سيمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښته کې يو عسکر وژل شوى اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
دسوات په تخته بند، اوگدى، مټه اؤ کبل په برنيو سيمو کې دامنيتي ځواکونو لخوا دگن شپ هيلي کاپټرو له لارې گوله باري دوام لري.
ددغه گوله بارۍ له امله په کورونو دگولو پريوتو له امله ٧ کسان وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG