لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رچرډ هالبروک اسلام اباد ته رسېدلی دی


دپاکستان اؤ افغانستان دپاره دامريکايي جمهوررئيس براک اوباما ځانگړى استازى رچرډ هالبروک نن دگل په ورځ دپاکستان په څلور ورځني سفر پلازمينې اسلام اباد ته رسیدلی دی.
نوموړی پاکستان ته په داسې وخت کې رسېدلی دی چې نړۍ او خپله د پاکستان په جگړه ځپلو سیمو صوبه سرحد او قبایلي سیمو کې خلک دپاکستانی پوځ په رول نیوکې کوي. د صوبه سرحد او قبایلي سیمو سیاسي مشران په پوځ او پنجاب تور لگوي چې د دوي سیمه د سټراټیجیکي هدفونو لپاره کاروي.
ټاکل شوې ده ښاغلى هالبروک به اسلام اباد کې دخپلې ايسارتيا په مهال دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري، صدراعظم يوسف رضا گيلاني اؤ نورو لوړپوړو چارواکو سره ليدنې کوي اؤ ورسره به دترهه گرۍ په ضد په روانه جگړه، دپاکستان قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد په پوځي عملياتو،دامريکا اؤ پاکستان ترمينځ په اړونده چارو اؤ دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ په گډه پوله دوضعيت په هکله خبرې اترې کوي.
پرون داتوار په ورځ دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني په ملتان کې خبريالانو ته ويلي وؤ هغه پاکستان ته درچرډ هالبروک دراتگ هرکلى کوي اؤ هغه سره دگټورو خبرو ليواله دى.
همدغه راز تيره ورځ دميونخ په کانفرنس کې رچرډ هالبروک دوينا په مهال ويلي وؤ په افغانستان کې دطالبانو دمقاومت دله مينځه وړلو په کار زياته موده صرف کيدلى شي.
دهغه وينا وه دافغان ستونزې دهواري په کار کې گاونډي هيوادونه په ځانگړي ډول پاکستان راگډول پکار دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG