لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دره ادم خيل : دمارټر گولو پريوتو له امله ١٥ کسان وژل شوي دي


دپيښور سره نزدې نيمه قبائيلي سيمه دره ادم خيل کې دمارټر دگولو پريوتو له امله ١٥ کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
دغه گولې دنامعلوم لوري داغل شوي چې په چړگان کلي کې دخلکو په کورونو لگيدلي دي.
عيني شاهدانو ډيوه راډيو ته وويل په وژل شوؤ اؤ ژوبلو کې ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي.
ژوبل کسان دتداوۍ دپاره ددره ادم خيل روغتون ته وړل شوي چې پکې دگڼو کسانو حالت مرگونى ښودل کيږي ، له دې امله دمړو شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
دمارټر گولو دلگيدلو په نتيجه کې دوژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کسانو تړاؤ دقاسم خيل قبيلې سره ښودل شوى دى.
دپيښې څخه وروسته ددرې بازار په بشپړ ډول وتړل شو اؤ دسيمې اوسيدونکو دوژل شوؤ کسانو مړي په سړک کيښودل اؤ احتجاج يې وکړو.
په دره ادم خيل کې تير کال په وروستيو مياشتو کې امنيتي ځواکونو وروستو له هغې دتندلارو په ضد پوځي عمليات کړي وؤ چې ددغه سيمې څخه درې دوسلې ډک پوځي ټرکونه نامعلومو تندلارو ولوټل اؤ تر دې مهاله په سيمه کې وخت ناوخته دپوځ اؤ تند لارو ترمينځ د نښتو پيښې رامينځته کيږي.

XS
SM
MD
LG