لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هالبروک  پېښور مومندايجنسۍ او خېبر څخه ليدنه کړې ده


دپاکستان اؤ افغانستان دپاره دامريکايي جمهوررئيس باراک اوباما ځانگړي استازي رچرډ هالبروک نن د شورو په ورځ دافغانستان سره په پوله پرتې دپاکستان قبائيلي سيمې مومندايجنسۍ څخه ليدنه کړې اؤ دغلته ورته دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب په ضد دروانو پوځي عملياتو په هکله احوال تير کړل شوى دى.
هالبروک چې دگل په ورځ دپاکستان په څلورورځني سفر پلازمينى اسلام اباد ته رسيدلى ؤ پرون يې دپاکستان جمهوررئيس ، صدراعظم ، دبهرنيو چارو وزير اؤ نورو لوړپوړو چارواکو سره ليدنې ترسره کړې وې اؤ نن دشورو په ورځ په سختو امنيتي تدابيرو کې دصوبه سرحد سرښار پيښور ته رارسيدلى دى.
دامريکايي جمهوررئيس ځانگړى استازي په داسې حال کې دمومندايجنسۍ څخه ليدنه ترسره کړه چې په ځمکنيو لارو دسخت امنيتي تداوبيرو ترڅنگ په هوا کې هم هيلي کاپټرو گزمې کولې.
مومند ايجنسۍ ته له رسيدو وروسته دمومندرائفلز په هيډکوارټر کې نوموړي ته دقبائيلي سيمو کشر سکترياايډيشنل چيف سکترحبيب الله په قبائيلي سيمو کې دروانو عملياتو په هکله حال احوال تير کړو اؤ هاغه برياليتوبونه يې ورته په گوته کړل چې ددغو عملياتو په مهال امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي. نوموړی لنډي کوتل ته هم تلی وو.
دسيمې څخه باوري پوځي سرچينو ډيوه راډيو ته وويل رچرډ هالبروک ته دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا په قبائيلي سيمو کې دترسره شوؤ بريدونو له امله داوښتو زيانونو په هکله هم خبر ورکړل شو.
دامريکايي جمهوررئيس ځانگړي استازي نن دصوبه سرحد دگورنر سره هم ليدلي اؤ ورسره يې دترهه گرۍ په ضد په روانه جگړه، دافغانستان اؤ پاکستان دگډو پولو په وضعيت، قبائيلي سيمو کې دپرمختيايي پروژو اؤ نورو مهمو چارو په اړوند خبرې اترې کړي دي.
سرچينې وايي گورنر سره دليدنې په مهال رچرډ هالبروک وويل هغه پاکستان ته ددې غرض دپاره راغلى ترڅو په زمکنيو حقيقتونو ځان پوهه کړي اؤدترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې دسيمه ييزې همکارۍ غوره لارې چارې ولټوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG