لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روسیه : افغانستان ته د سامان الات لپاره لار ورکولی شو


د روسیه بهرنیو چارو وزیر سرگي لاروف ویلي هېواد یې افغانستان کې موجود ناټو ځواکونو ته عسکري سامان الات وړولو پروسه غزولې شي.
ښاغلي لاروف دغه خبرې د شورو په ورځ خبریالانو سره ماسکو کې کړي دي.
جگپوړي امریکایي ډپلومیټ په ماسکو کې افغانستان کې موجود امریکایي او ناټو ځواکونو لپاره د سامان رسولو لپاره د نوي لارې پرانستلو په هڅو کې بوخت دی.
د سویلي او منځني اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر پېټرک مون د نهې په ورځ په دوه ورځني سفر ماسکو ته رسېدلی دی.
د ښاغلی مون دغه سفر د کرغزستان حکومت لخوا د هغه اعلان چې وایي هېواد به یې افغانستان کې موجود ناټو ځواکونو لپاره کارویدونکي مانس پوځي اډه تړي یوه اونۍ وروسته کړی دی.
د کرغزستان جمهوررئیس کورمان بېک باکیوف د شورو په ورځ ویلي د پوځي اډې تړلو پریکړه یې امریکا لخوا زیاتي کرایه نه ورکولو وروسته کړې ده.
د امریکا حکومت تر اوسه د کرغزستان جمهورئیس په بیان خپل غبرگون نه دی ښودلی .

XS
SM
MD
LG