لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رحمان ملک:دممبۍ دپيښو دپلان څه برخه پاکستان کې جوړه شوې وه


پاکستان دهند په ممبۍ ښار کې دترسره شوؤ ترهه گريزو بريدونو دپلټنو راپور جاري کړى دى چې پکې په لومړي ځل منل شوې ده دممبۍ دبريدونويو څه پلان دپاکستان دننه تيار کړل شوى ؤ.
دپاکستان دصدراعظم دکورنيو چارو صلاح کار رحمان ملک نن دزيارت په ورځ ديومطبوعاتي کانفرنس ترڅ کې ددغه راپور جاري کولو په مهال وويل دممبۍ دترهه گريزو پيښو دوسيه ثبت کړل شوې ده اؤ دپلټنو راپور هند ته سپارل شوى دى.
ښاغلي ملک وويل دپاکستان څيړنيزې ادارې ايف ايي اى دهند لخوا دورکړل شوؤ معلوماتو په اساس دممبۍ دپيښو پلټنې کړي چې دهغې ترمخه ددغه پيښو يو څه پلان په پاکستان کې جوړ کړل شوى ؤ اؤ دترهه گرۍ دپلان مشري ذکي الرحمان لکهوي کړې ده.
رحمان ملک وويل دپلټنو څخه په ډاگه شوې ده چې بريد کوونکي په ٣ؤ کشتيو کې دکراچۍ څخه ممبۍ ته تللي وؤ اؤ حامدامين انصاري ، رياض اؤ اجمل قصاب اؤ نورو ترهگرو ته دسمندر له لارې ممبۍ ته په رسيدلو کې مرسته ورکړې ده.
دکورنيو چارو دمشاور له مخې په کومو کشتيو کې چې ترهگر هند ته اوښتي وؤ دهغې انجنونه اؤ نور شيان دکراچۍ څخه اخستل شوي وؤ.
رحمان ملک وويل په اسلام اباد کې چې دغو پيښو کې دککړو کسانو پر ضد کومه دوسيه ثبت کړل شوې ده په هغې کې داجمل قصاب اؤ دهغه د٩ؤ نورو وژل شوؤ ملگرو ذکر شته.
نوموړى وايي په دوسيه کې ٨ کسان رالړل شوي چې شپږ دوي سره بندي دي.
رحمان ملک دا هم وويل چې ددکن مجاهدينو په نوم ويب پاڼه دلښکرطيبه سره تړاؤ لرونکي ضرار شاه په جي ميل جوړه کړې ده.
په راپور کې ويل شوي بريد کوونکو يو بل سره تماسونه دکال فونکس له لارې نيول اؤ دهغې داخستو لپاره رقم په اټلي کې ورکړل شوى دى.
مشاور وايي دجاويد اقبال په نوم يو تن دبارسلوناسپين څخه نيول شوى اؤ دپيسو دورکولو په لړ کې رول لوبونکي هم نيول شوي دي.
هغه وايي دممبۍ دپيښو څخه ٤٨ ورځې وروسته هند ددغو پيښو په هکله پاکستان ته معلومات ورکړي دي اؤددوسيې ثبت کولو څخه وروسته مونږ دهند څخه نور معلومات غواړو.
رحمان ملک وويل هند څخه مو٣٠ پوښتنې کړي دي اؤ بايد هند دهغې ځوابونه پاکستان ته ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG