لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا نه د الوتکو بریدونه د ودرولو غوښتنه خو حل به څه وي؟


دزيارت په ورځ په رائيونډ کې دپاکستان دپخواني صدراعظم اؤ مسلم ليگ(ن) دمشر ميا نواز شريف سره دليدنې په مهال دپاکستان اؤ افغانستان لپاره دامريکايي جمهوررئيس ځانگړي استازي رچرډ هالبروک وويل امريکا به دپاکستان په ستونزودځان پوهولو سره په حقيقتونو اډاڼه تگلاره خپلوي.
دهغه وينا وه امريکا غواړي دترهه گرۍ په ضد دتگلارې ټاکلو دپاره دپاکستان سره په گډه دکارکولو دپاره يوه ډله جوړه کړي.
د دغه ليدنې په مهال په پاکستان کې دامريکا سفيره اين ډبليو پيټرسن اؤبرائن ډي هنټ هم موجود وؤ.
دهالبروک وينا وه امريکا دترهگرۍ په ضد جنگ کې دپاکستان هڅو ته په درناوي سره گوري.
دليدنې په مهال پخواني صدراعظم اؤ دمسلم ليگ(ن) مشر دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا دپاکستان په قبائيلي سيمو دکيدونکو بريدونو غندنه وکړه اؤامريکايي استازي ته يې په ډاگه کړه چې دغه رقم پريدونه دپاکستان دخپلواکۍ په ضد دي.
دنواز شريف وينا وه پاکستاني اولس کې دامريکايي جاسوسي الوتکو دبريدونو له امله دامريکا په ضد کرکه خوره شوې ده اؤ بايد امريکا په سمدستي ډول قبائيلي سيمو کې خپلو بريدونو ته دپايې ټکى کيږدي. دپاکستان پوځي او سیاسي مشران د جاسوي الوتکو د بریدونو ودرولو غوښتنه په داسې حال کې کوي چې اکثره معتبره ړیوال مطبوعات وایي امریکا او پاکستان د القاعدې او طالبانو پرضد ډول بریدونو د مخکښې نه رضا شوي دي. پوځي او سیاسي مشران د القاعدې یا طالبانو ختمولو لپاره خپل کوم پلان هم نه لري.
امريکايي استازي نن دزيارت په ورځ دپاکستان دپنجاب ايالت دگورنر سلمان تاثير سره هم ليدلي اؤ ورسره يې په بيلا بيلو اړخونو خبرې اترې کړي دي.
ټاکل شوې ده په پاکستان کې دخپلې څلور ورځنۍ ايسارتيا څخه وروسته به دپاکستان اؤ افغانستان دپاره دامريکا ځانگړى استازى رچرډ هالبروک افغانستان ته ځي اؤ دافغانستان دجمهوررئيس حامد کرزي په گډون به نورو لوړپوړو چارواکو سره دترهه گرۍ په ضد دروانې جگړې ، دافغانستان اؤ پاکستان داړيکو اؤ ددواړو هيوادونو دگډو پولو دوضعيت په هکله خبرې اترې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG