لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : امريکايي سفيرې جمهوررئيس زرداري سره ليدلي دي


دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري وايي دترهگرۍ دله مينځه وړلو اؤ په سيمه کې دامن دټينگښت دپاره گډه تگلاره پکار اچول زياته ضروري ده.
نن دجمعې په ورځ دجمهوري رياست په ماڼۍ کې په پاکستان کې دامريکا سفيرې اين ډبليو پيټرسن دجمهوررئيس اصف علي زرداري سره وليدل اؤ ورسره يې دامريکا اؤ پاکستان داړيکو، دسيمې دوضعيت اؤ دترهگرۍ په ضد دجنگ په هکله خبرې اترې وکړې.
سرچينې وايي په دغه ليدنه کې جمهوررئيس اصف علي زرداري دامريکا سفيرې ته وويل چې کۀ پاکستان کې امنيت اؤ ثبات ټينگ وي نو سيمه به هم خوشحاله اؤ سوکاله وي.
جمهوررئيس دپاکستان په اړوند دامريکا تگلاره کې بدلون باندې خوښې وښودله اؤ وې ويل پاکستان به په دې هکله دامريکايي انتظاميې سره کوټلې مرسته کوي.
جمهوررئيس هيله څرگنده کړه چې امريکايي انتظاميه به ډير زر دکيري لوگر بل اؤ په قبائيلي سيمو کې داقتصادي ساحو دجوړولو په لړ کې پرمختگ وکړي.
جمهوررئيس په دغه ليدنه کې امريکايي سفيره دممبۍ دپيښو په اړوند دترسره شوؤ پلټنو څخه هم خبر کړه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG