لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زرداري : طالبان په پاکستان قبضه کول غواړي


دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري وايي کۀ دطالبانو مخه نۀ وه نيول شوې نو هغوي په پلازمينه اسلام اباد قبضه کولى شوه اؤ هيچا به يې مخې ته بند نۀ وى وهلى.
امريکايي تيليويزيوني چينل سره په مرکه کې هغه وويل دطالبانو زور سيوا کيږي اؤ هغوي اوس دپاکستان دبقاء اؤ سلامتۍ دپاره يو ګواښ جوړ شوى دى.
جمهوررئيس وويل دطالبانو دفعاليت لمنه اوس دقبائيلي سيمو څخه وروسته تر پيښور اؤ سوات رسيدلې ده.
جمهوررئيس دا هم وويل چې دتيرو وختونو حکومتونو دطالبانو په ضد زړۀ پورې ګامونه نۀ وؤ اخستي، همدغه لامل دى چې نن طالبان په پرانستو تڼو هر ځايې کې عملياتو ته پتون ټپوي.
جمهوررئيس وويل هغه په دې حقيقت پوهيږي چې طالبان په پاکستان قبضه کول غواړي ، ځکه نو دهغه حکومت دطالبانو په ضد عمليات چټک کړي دي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې جمهوررئيس وويل مونږ دطالبانو په ضد جګړه دبل چا دخوشحالولو دپاره نۀ بلکې دپاکستان دبقاء دپاره کوؤ.اصف علي زرداري وويل دطالبانو په ضد عملياتو کې ورته دپوځ اؤ استخباراتو بشپړ ملاتړ ترلاسه دى.

XS
SM
MD
LG