لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پيښور: سرحد  حکومت تندلارو سره دشرعي نظام پځايې کولو تړون کړى دى


دگل په ورځ دصوبه سرحد دحکومت اؤ سوات دطالبانو ترمينځ په سيمه کې دشرعي نظام عدل پځايې کولو په تړون لاس ليکونه شوي دي.
ددغه تړون په بنياد به په ټوله ملاکنډ سيمه کې شرعي محکمې يا عدالتونه جوړولى شي اؤټولې پريکړې به دقران اؤ سنت په رڼا کې کولى شي خوطالبان وايي که حکومت خپله ژمنه پوره نکړه نوهغوئ به يوځل به ټوپک ته لاس کړي خپل وسله وال مقاومت ته به دوام ورکړي.
له دې وړاندې هم په قبائيلي سيمو اؤ سوات کې دحکومت لخوا دتندلارو سره دغه رقم لوظنامې ترسره شوې وې چې نړيوالې ټولنې په هغې سخت ټکونه کړي وؤ اؤ تور يې لگولى ؤ ددغو تړونونو مقصد تندروه وسله والو ته دترهه گريزو فعاليتونو دپاره لاره ورکول دي.
نن دصوبه سرحد سرښار پيښور کې دصوبه سرحد دوزيراعلي امير حيدر خان هوتي په مشرۍ يوه درنه جرگه وشوه چې پکې دملاکنډ سيمې دغيرفعاله کړل شوي مذهبي ډلې تحريک نفاذ شريعت محمدي استازو ، دملاکنډ څخه ټولو پارلماني غړو، صوبايي وزيرانو، اؤ له ١٥ؤ څخه د زياتو سياسي گوندونو مشرانو اؤ استازو برخه واخسته.
په دغه غونډه کې په سوات کې دامن دټينگښت دپاره دشرعي نظام عدل ٢٠٠٩ء دپځايې کولو په لړ کې په بيلا بيلو وړانديزونو دغور اؤ اوږدو خبرو څخه وروسته دواړو خواؤ په يو تړون لاس ليک وکړو.
وروسته دمطبوعاتي کانفرنس په مهال دصوبه سرحد وزيراعلي امير حيدر خان هوتي دتړون په هکله خبريالانو ته جزئيات ورکړل اؤ وې ويل صوبايي حکومت چې دطالبانو سره کوم تړون کړى دى هغه دپاکستان د١٩٧٣يم داساسي قانون لاندې دى اؤ په دې هکله هيچا ته دانديښنو کولو ضرورت نشته.
دهغۀ وينا وه پاکستاني ځواکونه به له دې وروسته په سوات کې عمليات نۀ کوي خو کۀ چرې ددوهم لوري څخه بريد وشو نو ځواب به يې ارو مرو ورکوي.
نوموړي وويل دا لمړى ځل نۀ دى چې حکومت په سوات کې دشرعي نظام عدل پځايې کولو دپاره گام اخلي بلکې له دې وړاندې هم په کال ١٩٩٤ء اؤ بيا دهغې راپديخوا په ١٩٩٩ء کې هم دغه رقم شرعي نظام عدل دحکومت لخوا منل شوى ؤ خو وروسته په هغې عمل ونۀ کړل شو.
دوزيراعلي وينا وه په شرعي نظام دعمل نۀ کيدلو په وجه په خلکو کې دې تاثر وده وموندله چې گنې حکومت هغوي تيرباسي اؤهم داپه سيمه کې دبدامنۍ لامل وگرځيدو.
حيدر هوتي زياته کړه په ملاکنډ کې شريعت پځايې کول ددغه ځايې داولس يوه داسې روا غوښتنه وه چې دپاکستان اساسي قانون يې اجازه ورکوي ځکه نو حکومت په سوات کې دامن پځايې کولو دپاره دغه غوښتنې ته دعملي جامې وراغوستو پريکړه وکړه.
هغۀ وويل دواړو خواؤ په دې خبره موافقه کړې ده چې کله په سوات کې بشپړ امن پځايې شي، دقانون واکمني ټينگه اؤ په امنيتي ځواکونو بريدونه ختم شي نو له هغې وروسته به حکومت دغلته شرعي نظام پځايې کوي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې وزيراعلي وويل حکومت چې په ملاکنډ کې کوم شرعي عدالتونه پرانيزي دهغې موازنه دطالبانو دعدالتونو سره نۀ شي کيدلى بلکې په دغو عدالتونو کې به هم هاغه قاضيان ناست وي کوم چې دپاکستان په نورو عدالتونوکې ناست دي
نوموړي وويل په ملاکنډ کې يې دشرعي نظام پځايې کولو لپاره دمرکزي حکومت ، جمهوررئيس اؤ ټولو خواؤ کلک ملاتړ ترلاسه کړى دى اؤ هيله مند دى چې ددې گام له امله به سوات کې بدامنۍ ته دپايې ټکى کيښودل اؤ وضعيت به عادي شي.
وزيراعلي وويل دغه تړون دچا په فشارنۀ دى شوى اؤ نظام عدل کې دټولو گوندونو سره صلاح مشوره شوې وه.
بل لوري ته دسوات دطالبانودغورځنگ وياندحاجي مسلم خان ددغه تړون په هکله ډيوه راډيو سره په يوه مرکه کې وويل دسوات طالبان حکومت سره په شوي تړون خوشحاله دي اؤ دخپل مشر مولانا صوفي محمد لخوا دترسره شوي تړون درناوى به کوي.
هغه وويل له دې وړاندې هم حکومت دغه رقم لوظنامې کړې وې خو بيا يې ترسره نۀ کړې اؤ کۀ چرې دا ځل حکومت دخپلې ژمنې څخه په شا شو نو بيا دې طالبانو څخه هم دمرستې هيله نۀ کوي.
نوموړي وويل دسوات خلک اؤ طالبان په سيمه کې شرعي نظام غواړي اؤ کۀ حکومت يې دغه غوښتنه پوره کوي نو طالبان ورته هرکلى وايي خو کۀ چرې حکومت طالبانو ته لکه دتيرکله پشان ددوکې ورکولو هڅه وکړه نو طالبان به هم بيرته ټوپک ته لاس کړي اؤ دمقاومت سنگر به تود وساتي.
XS
SM
MD
LG