لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرم ايجنسي :دجاسوسي الوتکو بريد کې لږ تر لږه 26 کسان وژل شوي دي


دگل په ورځ دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمې کرمه ايجنسۍ کې په لومړي ځل امريکايي جاسوسي الوتکو دطالبانو پر يوه ودانۍ بريد کړى دى چې له امله يې دلږ تر لږه 26کسان وژل شوي دي.
ځينې سرچينې دمړو شميره تر ٣٠ؤ ښايي.
دغه بريد په داسې مهال ترسره شوى دى چې دصوبه سرحد سرښار پيښور کې صوبايي حکومت دتندروه طالبانو سره په ملاکنډ سيمه کې دشرعي نظام پځايې کولو په هکله په تړون کولو بوخت ؤ.
په سيمه کې يو استخباراتي چارواکي وويل څه وخت چې دغه ميزائيل وداغل شول نو په هاغه مهال دپه نخښه کړل شوې ودانۍ دننه دافغاني طالبانو يوه مهمه غونډه روانه وه.
هغۀ وويل دغه بريد دبغن کلي کوزسرته په يوه غريزه سيمه چې سرپل نوميږي کې ترسره شوى دى.
يو عيني شاهد رحمان الله وويل له بريد څخه دمخه يې په هوا کې جاسوسي الوتکې وليدلې اؤ دپيښې په ځايې کې يې ٣٠ مړي ليدلي دي خو دپاکستان حکومتي يا پوځي چارواکو تر دې مهاله په دې اړه څه نۀ دي ويلي.
په جنوبي وزيرستان کې دوه ورځې دمخه ترسره شوي دجاسوسي الوتکو هم دغه رقم بريد کې دځينو بهرنيانو په گډون لږ ترلږه ٣٢ کسان وژل شوي وؤ.
په کرمه ايجنسۍ کې ترسره شوي دغه بريد کې دا نۀ ده په ډاگه شوې چې ايا په وژل شوؤ کې دطالبانويا القاعده کوم مشر شامل دى که نه
دسيمې خلک وايي کومه وداني چې په نخښه شوې له دې وړاندې به هغه افغان کډوالو اؤ کوچنيانو کاروله خو شاوخوا دوه کله دمخه دغلته طالبان ورغلل.
دکله راهسې چې دامريکا نوي جمهوررئيس براک اوباما دجمهوررئيس څوکۍ سمبال کړې دپاکستان په خاوره دجاسوسي الوتکو لخوا دغه ٤م ميزائيلي بريد دى چې ترسره کيږي.
دپاکستان حکومت اؤ پوځ مدام له دغسې بريدونو وروسته دامريکا څخه غوښتنې کوي چې په قبائيلي سيمو بايد دجاسوسي الوتکو بريدونه بند کړل شي
خو نړيوال مطبوعات اؤ استخباراتي راپورونه بيا ادعاوې کوي چې دا مهال دالقاعده اؤ طالبانو گڼ شمير جنگيالو دپاکستان په قبائيلي سيمو کې خپلې ځالې جوړې کړي دي اؤ له هاغه ځايې څخه نۀ يواځې افغانستان کې په ميشتو ائتلافي ځواکونو بريدونه کوي بلکې خپل ترهه گريز پلانونه هم دغلته تياروي اؤ پاکستاني ځواکونه دهغوي په ضد دعملياتو کولو څخه ډډه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG