لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هالبروک:دسوات وضعيت ټول پاکستان اغيزمن کړى ؤ


دپاکستان اؤافغانستان لپاره دامريکايي جمهوررئيس براک اوباما ځانگړي استازي رچړډهالبروک ويلي دي دسوات دوضعيت لۀ امله په ټول پاکستان بدې اغيزې شوې وې.
دهندپلازمينې نوي ډيلي ته په رسيدلوخبريالانوته ښاغلي هالبروک وويل کله چې دصوبه سرحدحکومت په سوات کې دشرعي نظام پځايې کولولپاره تړون کولوهغه مهال هغه په الوتکه کې ناست ؤځکه نوپه سوات کې دډزبندۍ اؤشرعي نظام دتړون په هکله زيات معلومات نۀ لري.
امريکايي استازي وويل په پاکستان کې امريکايي سفيرې سره تماس ونيسي اؤپه دغه هکله به ترې ځان خبرکړي.
نوموړي وويل پاکستان ته يې دخپل سفرپه مهال دسوات څخه ليدنه ونۀ کړل شوه خوپه دې ضرورپوهه شوى دى چې نۀ يواځې دسوات بلکې دټول پاکستان وگړي دسوات وضعيت اغيزمن کړي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG