لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه :- په افغانستان کې تېر کال جگړو کې ٢١١٨ عام  وگړی وژل شوي دي


ملگرو ملتونو ویلي دي چې په کال ٢٠٠٨م کې په افغانستان کې د تشدد په پېښو کې د طالب جنگیالو پرضد بهرني او افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي خلکو وژنه کې۴٠ ٪ زیاتولی راغلې دی.
افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د امن مشن( یو ان اې ایم اې) راپور چې د نهې په ورځ خپور کړی شوی دی کې ویل شوي چې په کال ٢٠٠٨م کې په جگړه کې ٢١١٨ عام وگړی وژل شوي دي.
په کال ٢٠٠٧ کې دغه شمیره ١٥٢٣ وه .
د ادارې تر مخه په کال ٢٠٠١م کې طالبانو د حکومت د نسکور کیدو وروسته افغانستان کې د ملکي خلکو د وژنې د ټولو زیاته شمېره وه.
دغه رپوټ وایی تېر کال کې د عام خلکو وژنه کې ٥٥ ٪ ذمه واري په طالبانو او ٣٩ ٪ ذمه واري په امریکایي او ناټو ځوکونو ده.
رپوټ زیاتوی د ملکي خلکو وژنې یو غټ علت د ایتلافي ځواکونو هوایي بریدونه دي.
بل اړخ ته افغانستان کې موجود د بهرملکي ځواکونو وژل کیدل هم اوس یو معمول جوړ شوی دی.
نن د ناټو یو ویاند ویلي په هلمند ولایت کې د برتانیه یو عسکر وژل شوی دی.
په افغانستان کې د کال ٢٠٠١م نه تر اوسه د برتانیه ١۴٥ عسکر وژل شوي دي.
په افغانستان کې د برتانیه اته زره عسکر موجود دي او زیاته برخه یې په هلمند کې پرځاې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG