لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ناټو : دسوات تړون سره به تندلارو ته خوندي لار ترلاسه شي


ناټو ويلي دي دصوبه سرحددحکومت له اړخه تندلارو سره داسلامي نظام پځايې کولو په اړه دسوات په تړون سختې انديښنې لري خو دپاکستان دحکومت په نيت يې شک نشته.
برسلز کې دائتلافي پوځ وياند جيمزاياتهورايى خبريالانو ته وويل په سوات کې دشرعي نظام په هکله دترسره شوي تړون له امله به تندلارو ته خوندي لاره په لاس ورشي اؤ په دغه نکته ناټو انديښنې لري دوياند له مخې په دې خبره کې شک نشته چې سيمې ته دتندلارولخوا سختې خطرې پيښې دي اؤ ناټو نۀغواړي چې وضعيت نور هم خراب شي.
بل لوري ته دبرټانوي هايي کميشن وياند هم دسوات دتړون په هکله پخپل غبرگون کې ويلي دي په تيرووختونوکې دتندلارو سره ترسره شوي تړونونه په سوات کې ددائمي امنيت په ټينگښت کې دناکامۍ يو سبب دى خو هغه هيله ښکاره کړه چې اوسنى تړون به تندلاروته دخوندي لارې ورکولوپځايې دامن په ټينگښت کې لاس امدادوکړل شي.
په سوات کې دشرعي نظام عدل پځايې کولوپه هکله دصوبايي حکومت اؤ دطالبانو ترمينځ دترسره شوي تړون په هکله يوشمير څيړونکو دانظر هم ښکاره کړى دى چې ددغه تړون څخه وروسته به دپاکستان دبيلا بيلو سيمو طالبان هم پخپلو سيمو کې حکومت څخه ددغه رقم تړونونو غوښتنې پيل کړي اؤ دغه رازبه هيوادکې دحکومت واکمني په يو بشپړ طالبي نظام بدله شي.

XS
SM
MD
LG