لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات :مولانا صوفي محمد نن دتندروه طالب مشر مولانا فضل الله سره ويني


دصوبه سرحد دحکومت اؤ دغيرفعاله کړل شوي تندروه مذهبي ډلې تحريک نفاذ شريعت محمدي تر مينځ په سوات کې دشرعي نظام پځايې کولو دتړون څخه وروسته دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله سره دخبرو اترو لپاره دتحريک نفاذ شريعت محمدي مشر مولانا صوفي محمد ديو کاروان په بدرگه کې دمټې سيمې ته روان شوى دى.
سرچينې وايي مولانا صوفي محمد به دغلته په نامعلوم ځايې کې دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله سره دصوبايي حکومت لخوا دشرعي نظام دپځايې کولو دتړون په هکله خبرې کوي اؤ هغه به دوسلې په غورځولو اماده کوي.
مولانا فضل الله دمولانا صوفي محمد زوم دى اؤ په هغه سوات کې دگڼو بې گناه خلکواؤ پوځيانو دوژنې ترڅنگ په دولتي ودانيو اؤدجينکو په سکولونو دگڼو بريدونو تورونه دي.
دمولانا صوفي محمد سره به لس کسيزه ډله ليدل کوي.
له دې وړاندې دصوبه سرحد مشر وزير بشير احمدبلور دمولانا صوفي محمدسره وليدل اؤ ورسره يې سوات کې دامن دټينگښت دپاره په گډو هلو ځلو اتفاق وکړو.
په سوات کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ښاغلي بلور وويل نظام عدل دطالبانو نظام نۀ دى څوک چې ترهه گرۍ څخه لاس اخلي حکومت به دهغوي سره خبرې اترې کوي.
نوموړي په ډاگه کړه چې حکومت مولانا صوفي محمد سره په دې شرط تړون کړى دى چې په سوات کې به امن ټينگولى شي.
همدغه راز نن دشورو په ورځ دسوات په سرښار مينگوره کې دتحريک نفاذ شريعت محمدي کارمندانو اؤ په زرگونو عامو خلکو دمولانا صوفي محمد په مشرۍ دامن لاريون کړى دى.
سوات کې دامن دټينگښت لپاره دشرعي نظام پځايې کولو تړون باندې تر دې مهاله امريکا کومه غوڅه رايې نۀ ده ورکړې خو دناټو وياند انديښنه څرگنده کړې ده چې ددغه تړون له امله به طالبانو ته خوندي لاره په لاس ورشي.
بل لوري ته په سوات کې دطالبانو دغورځنگ وياند حاجي مسلم خان ډيوه راډيو ته ويلي طالبان اؤ دسوات ټول اولس پخپله سيمه کې امن غواړي اؤ له دې امله يې دصوبايي حکومت سره دشريعت دنفاذ په تړون خوشحالي ښکاره کړې ده.
حاجي مسلم خان وويل طالبانو دوړاندې څخه دلسو ورځو ډز بندي اعلان کړې ده اؤ دراتلونکي په اړه غوڅه پريکړه به دمولانا صوفي محمد اؤ دسوات دطالبانو دمشر مولانا فضل الله ترمينځه په ليدنه کې ترسره شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG