لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات:ځايي خبريال موسي خانخيل ووژل شو


دصوبه سرحدپه ناقراره سيمه سوات کې نامعلومه وسله والو د سیمې مشهور خبریال موسی خان خېل وژلی دی.
نوموړي په مټه کې د رپوټونو ورکولو په وخت په ډزو ویشتل شوی دی.
تر اوسه چا د وژل شوي خبریال د وژنې پړه په سر اخستې نه ده. خو مټه هغه ځایې دی چرته چې ځایي طالبان په واک کې دي.
دصوبه سرحددحکومت اؤدغيرفعاله کړل شوي تندرويه مدهبي تنظيم تحريک نفادشريعت ترمينځ سيمه کې دشرعي نظام پځايي کولودتړون څخه يوازې دوه ورځې وروستو دخبريال موسي خان خيل وژنې دسوات دامنيت په اړه يوځل بيا په خلکوکې انديښنې پيداکړي دي.
دگل په ورځ وژل شوي خبريال موسي خان خيل په پيښورکې يوه غيررسمي ناسته کې څرگنده کړې وه چې دهغه ژوند ته خطرې پيښې دي.
نوموړي ويلي وؤدپوځ لخوادفشارلاندې دى چې دسوات دوضعيت په هکله به دپوځ په خوښه خپل راپورونه تياروي خوولې هغه ورته ځواب ورکړى دى چې دريښتياؤليکلوڅخه به لاس وانۀ خلي. د دغه سیمې پارلمانی غړو تور لگولی چې پوځ او طالب د یوی کمان لاندې کار کوي.

XS
SM
MD
LG