لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سوات مټه کې امن خبرې پيل شوي دي


دغيرفعاله کړل شوي تحريک نفاذ شريعت محمدي اؤ دسوات دطالبانو دتحريک مشرانو ترمينځ نن دزيارت په ورځ مټې سره نزدې په نامعلوم ځايې کې په باضابطه توگه خبرې پيل شوي دي خو مولانا صوفي محمد په دغه په دغه خبرو اترو کې پخپله برخه نۀ اخلي.
ددغه خبرو اترو مقصد طالب جنگيالي سيمه کې دامنيت دټينگښت هڅو دبرياليتوب درشل ته ننويستلو لپاره هغوي په وسلې غورځولو ته چمتو کول دي.
داطلاعاتو له مخې دمولانا صوفي محمد نامزد هيئت دمولانا محمدعالم، مولانا سفي الله اؤ مولانا امير عزت په مشرۍ کې دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله سره خبرې کوي.
دتير گل په ورځ دسرحدحکومت اؤ دتحريک نفاذ شريعت محمدي ډلې ترمينځ په سوات کې دشرعي نظام دپځايې کولو دتړون څخه وروسته دصوفي محمد دډلې اؤ دسوات دطالبانو ترمينځ دغه لمړى دلوړې کچې خبرې اترې دي.
مولانا صوفي محمددنهې په ورځ دتيمرگرې سيمې څخه سوات ته ديو کاروان په بدرگه کې رسيدلى ؤ اؤ دغلته يې ويلي وؤ په سيمه کې به دامنيت دټينگښت پځايې کولو بغير بيرته لاړ نۀ شي.
دمرکزي اؤ صوبايي حکومت څخه پرته ځايې خلک هم په سوات کې دشرعي نظام دپځايې کولو پر تړون خوشحاله دي اؤ هيله لري چې په سوات کې به ددغه تړون له امله يو ځل بيا مثالي امن راشي خو ناټو دطالبانو اؤ حکومت ترمينځ په شوي دغه تړون نيوکې کوي.
دپاکستان دبهرنيو چارو دوزارت وياند عبدالباسط نن دزيارت په ورځ داوونيز حال احوال تيرولو په مهال خارجه دفتر کې ويلي دي په ملاکنډ سيمه کې نظام عدل دترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره دپاکستان دهڅو برخه ده اؤ پر امن تړون دناټو غبرگون يواځې اندازې دي

XS
SM
MD
LG