لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات : مولانا فضل الله د عامې بخښنې غوښتنه کړې ده


د تحريک نفاذ شريعت محمدي وياند اميرعزت خبريالانو ته ويلي دي مولانا فضل الله دحکومت سره دخبرو اترو په لړ کې دطالبانو دډلې ټول واک مولانا صوفي محمد ته سپارلى دى خو هغه دا غوښتنه هم کړې ده چې دطالبانو دپاره دې عامه بخښنه اعلان کړل شي.
نن دجمعې په ورځ دصوبه سرحد د ناقرارې سيمې سوات په پيوچار کې دامن دټينگښت په غرض دغيرفعاله کړل شوي تنظيم تحريک نفاذ شريعت محمدي دمشر مولانا صوفي محمد اؤ دځايې طالبانو دمشر مولانا فضل الله ترمينځه خبرې اترې دبرياليتوب درشل ته ننوتلي دي.
دځايې طالبانود مشر مولانا فضل الله اؤمولانا صوفي محمد ترمينځه دخبرو اترو په دغه دريم پړاؤ کې ځينو مهمو سرکاري شخصياتو هم برخه واخسته.
سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي دليدنې په مهال مولانا فضل الله دائمي اوربند اؤ دخپلو وسله والو په بې وسلې کولو رضا شو اؤ ددې ترڅنگ يې خپل خسر مولانا صوفي محمد ته دجينکو په زده کړو دقدغن ختمولو باور هم ورکړو.
حکومت سره دترسره شوي تړون په هکله د
د غه مذاکرت په داسې حال کې کامياب شوي دي چې امريکا، ناټو اؤ ځينو نورو نړيوالو ادارو دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن په ترسره شوي تړون انديښنې ښکاره کړي اؤ دپاکستان حکومت يې دنيوکې لاندې نيولى چې ددغه لوظنامې په ترڅ کې په سوات کې طالبانو ته دخپلو ترهه گريزو فعاليتونو دپاره خوندي لاره ورکوي، ولې دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري وايي دسوات تړون دامن دټينگښت دپاره يوه عارضي ژمنه ده.
دسوات دطالبانو وياند حاجي مسلم خان ددغه تړون دترسره کيدلو په لمړۍ ورځ ډيوه راډيو ته په يوه مرکه کې ويلي وؤ کۀ حکومت ورسره په سيمه کې دشريعت نافذولو په هکله خپل تړون عملي نۀ کړو نو هغوي به بيا ټوپکو ته لاس کړي اؤ په امنيتي ځواکونو به بريدونه پيل کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG