لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کمشنرملاکنډ:  امنيتي پوستې  به ختمولی اؤسکولونه به پرانستلې شي


دملاکنډ سيمې کمشنرجاويد خان يومطبوعاتي کانفرنس کې دطالبانواؤامنيتي ځواکونوترمينځ دپخې ډزبندۍ داعلان کړی دی.
دخالي په ورځ کمشنرجاويدخان،دسيمه ايزوتماسونومشرشوکت خان يوسفزي،دپوليسومشرشوکت حيات اؤنورولوړپوروچارواکو ديومطبوعاتي کانفرنس په ترڅ کې دطالبانواؤامنيتي ځواکونوترمينځ دپخې ډزبندۍ داعلان کولوپه مهال وويل دتيرودريوورځوراهسې حکومت دسوات طالبانوسره په سيمه کې دبشپړامنيت دټينگښت په خاطردمولاناصوفي محمدلۀ لارې خبرې اترې وکړې اؤددغوخبروپه اساس دواړوخواؤپريکړه وکړه چې نوربه پوځ اؤطالبان په يوبل بريدونه نۀ کوي.
نوموړي وويل دپخې ډزبندۍ سره سم به دسوات څخه ټولې امنيتي پوستې ختمولى اؤدسباڅخه به ټول سکولونه بيرته پرانستلى شي خونوموړي وويل فعلابه يواځي دڅلورم صنف جينکۍ سکولونوته تللى شي
ديوې پوښتنې په ځواب کې کمشنروويل طالبانوسره خبرې لادوام لري اؤهيله ده دڅلورم صنف څخه وراخواهم ډيرزردجينکودزده کړوڅخه بنديزختم اوسکولونه اؤکالجونه يې پرانستل شي ،
هغه وويل طالبانوپه پوليسواؤتاڼودبريدونونۀ کولوباورورکړى دى ځکه نواوس بايدپوليس په ډاډه زړۀ خپلې دندې بيرته سمبال کړي،
کمشنرجاويدخان سيمې څخه په وتلوخلکوهم غږوکړوچې نوردبې کورۍ ژوندونکړي اؤخپلوکورونوته دې راوگرځي ،
پرون په سوات کې دطالبانودغورځنگ اؤمولاناصوفي محمدترمينځ دخبروپه مهال دطالبانولخواپه سيمه کې ددائمي اوربندپه هکله ټول واک مولانا صوفي محمدته سپارل شوى ؤچې لۀ دې وروستونن دتحريک نفادشريعت محمدي دشوراپه غونډه کې دجنګيالولخوا په سوات کې په مستقل اوربند رضا مندي ښکاره کړل شوه ،
بل لوري ته دسوات دطالبانووياندحاجي مسلم خان ډيوه راډيوته ويلي دي طالبانوسيمه کې دشريعت اؤامنيت دټينگښت په خاطرټول واک مولاناصوفي محمدته ورکړى دى اؤهغه چې دحکومت سره هره پريکړه کوي طالبان به ورته درناوى لري،
نوموړي وويل دشوي تړون په اساس به په امنيتي ځواکونونوربريدونه نۀ کوي خوکه چرې حکومت دتړون څخه په شاشواواسلامي نظام يې نافذنه کړونوبياطالبان هم دامن دتړون پابندنۀ وي،
دجينکوپه زده کړودقدغن په اړه طالب وياندزياته کړه په دې اړه دغوڅې پريکړې واک هم مولانا صوفي محمدته سپارل شوى دى،
دمولاناصوفي محمداؤطالب مشرمولانافضل الله ترمينځ پرون په ترسره شوؤخبروکې مولانافضل الله دطالبانودپاره دعامې بخښنې اؤدهغوئ دبندي ملگرودخوشې کولوغوښتنه کړې وه خودننني مطبوعاتي کانفرنس په مهال چارواکوداپه ډاگه نکړه چې هاغوطالبانوته به عامه بخښنه کوي که نه چې دسوؤنوخلکوپه وژنو،حلالولو،اودولتي ودانيواؤسکولونوبريدونوکې ککړدي؟

XS
SM
MD
LG