لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الله : ډزبندۍ اعلان به شورا کوي


دسوات دطالب جنگیالو مشر مولانا فضل الله ویلي په سوات سيمه کې دبشپړ ډزبندۍ اعلان دحکومت له لوري شوى اؤ هغوي به دخپلې شورا دمشورې څخه وروسته په دغه هکله اعلان کوي.
نن دخالي په ماسخوتن پخپل غيرقانوني ايف ايم راډيو دوينا په وخت تندروه طالب مشر په ډاگه کړه دکومو کسانوفهرست چې طالبانو جاري کړى ؤاؤ ويلي يې وؤ هغه مونږ ته پکار دي نن هم طالبان په هغوي پسې دي، خو نوموړي دا هم وويل چې په دغه هکله به خبرې کيږي.
نوموړي وويل دسکولونو په پرانستل کيدلوکوم اعتراض نۀ لري اؤ دجينکو سکولونه هم بايد پرانستل شي خو په هغې کې دې دپردې بندوبست وي.
تندروه طالب مشر په ډاگه کړه دکومو کسانوفهرست چې طالبانو جاري کړى ؤاؤ ويلي يې وؤ هغه مونږ ته پکار دي نن هم طالبان په هغوي پسې دي، خو نوموړي دا هم وويل چې په دغه هکله به خبرې کيږي.
مولوي فضل الله زياته کړه په سوات کې په طالبانو بريدونه دامريکايي سفارت خانې په امر شوي دي .
هغۀ په ډاگه کړې ده چې دطالبانو په ليکو کې بهرنيان نۀ جنگيږي اؤ په دې هکله حکومتي پروپيگنډه دروغ ده.
طالب مشر وويل دامهال زمونږ کار ختم شوى نۀ دى بلکې پيل شوى دى.
هغۀ وويل حکومت دې زمونږ نيت ته دشک په نظر نۀ گوري ولې چې مونږ په بشپړ نيک نيتۍ سره مولانا صوفي محمد ته دسولې واک ورکړى دى.
دهغۀ وينا وه کۀ چرې حکومت ورسره دوکه وکړه نو هغوي به يو ځل بيا خپلو سنگرونو ته ورودانگي.
مولانا فضل الله دا هم وويل چې په سوات کې يې دهاغه چا په ضد مقاومت کړى دى چې شپږ سوه مسلمانان يې امريکا ته سپارلي وؤ. دملاکنډ سيمې کمشنرجاويد خان يومطبوعاتي کانفرنس کې د طالبانواؤامنيتي ځواکونوترمينځ دپخې ډزبندۍ اعلان کړی وؤ.
په سیمه کې د طالب جنگیالو د مقاومت مشر افضل خان لالا ډیوه ریډیو ته ویلی چې د پاکستان مشر جنرال پرویز کیانی ته په ډاگه کړې وه چې د سېمه خلک په دی باوري دي چې طالب او پوځ د یو کمانډر د لارې کار کوي. په صوبه سرحد او قبایلي سیمو کې سوله ایز پښتانه په پوځ تور لگوي چې د طالبانو سره پټ لاس لري. ملت پاله مشران هم وایي د پاکستان پوځ په صوبه سرحد او قبایلي سیمو کې د ترهگرۍ پرضد ددرغو روانه جگړه د ډالرو گټلو یوه ذریعه بلي. دغه ډول تورونه او نیوکې د پولې بلې غاړې افغان حکومت ، افغان او امریکایي څیړونکي هم کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG