لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات :ډي سي او اؤ ساتونکي يې تښتول شوي دي


دسوات دسيمه ييزو تماسونو مشرښاغلى خوشحال خان سيمې ته يوازې دوه ورځې دمخه په سوات کې په خپله دنده گمارل شوى ؤاوددندې سمبالولودپاره دخپلو ٦ؤ ساتونکو سره سوات ته روان وؤ چې نامعلومو وسله والو دسوات داوډيگرام اؤ قنبر سيمې ترمينځ وتښتولو.
په سوات کې دطالبانواؤحکومت ترميځ دامن دتړون راپديخوادالمړى ځل دى چې طالبانويولوړپوړى انتظامي چارواکى اؤدهغه ساتونکي تښتولي دي ،
ځايې طالبانو خبريالانو ته ويلي دي دسوات دسيمه ييزو تماسونو مشر يې تښتولى نۀ بلکې ميلمه کړى دى اؤ شيبې وروسته به خوشې کړل شي.
همدغه راز يو حکومتي چارواکي دخپل نوم نۀ څرگندلو په شرط ويلي دي دخوشحال خان راخوشې کولو لپاره يې ځايې سرکاري مشرطالبانو سره خبرې اترې پيل کړي دي.
دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين دډي سي او دتښتونې تصديق کړى اؤ ويلي يې دي خوشحال خان طالبانو له ځان سره کښينولى اؤ دهغۀ دراخوشې کولو لپاره هڅې دوام لري.
په سوات کې دطالبانو وياند حاجي مسلم خان خبريالانو ته ويلي دي هغوي نيغ په نيغه ددغه تښتونې په پيښه کې لاس نۀ لري اؤ ممکنه ده چې دنوموړي په تښتونه کې کوم ځايې کمانډر لاس لري.
لۀ دې وړاندې دامن دتړون په لمړۍ ورځ په سوات کې يوځايي خبريال موسي خان خيل هم دنامعلوموکسانولۀ لوري وژل شوى ؤ،
څيړونکي وايي په سوات کې امنيت ټينگول کۀ هرڅودصوبايي حکومت هيله ده خوطالبان اؤپوځ نۀ غواړي چې دغلته امنيت پځائ شي،
څيړونکي اؤدسوات څخه ټاکل شوي ځينې اولسي استازي په دې نظردي چې په سوات کې پوځيان اؤطالبان خپلوکې پټه لارلري اؤحتى دوئ ديوقوماندې لاندې کارکوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG