لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د باجوړ طالبانو د یواړخیزه ډزبندۍ اعلان کړی


دافغانستان پولې سره نزدې د پاکستان قبایلي سیمې باجوړ ایجنسۍ کې طالب جنگیالو کماندان مولوي ققیر محمد نن د یواړخیزه ډزبندۍ اعلان کړی دی.
کمانډر فقیر محمد نن ویلي چې د هغه جنگیالي به په سیمه کې موجود د ځواکونو پرضد بریدونه او جگړه نه کوي.
په باجوړ کې طالب جنگیالو د ډزبندۍ اعلان په داسې وخت کې کړې دی چې د صوبه سرحد شمالی سیمه سوات کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ ډزبندي شوې ده.
فقیر محمد د پاکستان د تندروه طالبانو تحریک طالبان پاکستان مرستیال مشر دی. د طالبانو د دغه تحریک مشري د وزیرستان د طالبانو مشر بیت الله محسود کوي.
په بیت الله محسود تور دی چې د پاکستان پخوانۍ صدراعظمې بې نظیر بوټو په وژنه کې لاس لري.
بلخوا په سوات کې د حکومت او طالبانو تر منځ منځگړتوب کونکې او د غیر قانونی گرځول شوي تحریک نفاذ شریعت محمدي مشر مولانا صوفي محمد نن ویلي چې سیمه کې د عارضي ډزبندې پایې ته په رسیدو به پخې ډزبندۍ فېصله څو ورځو کې کېږی.
تر اوسه دا معلومه نه ده چې د باجوړ طالبانو ولې د یواړخېزه ډزبندۍ اعلان کړې خو ځیني رپوټونه وایي په دغه سیمه کې ورستیو پوځي عملیاتو طالبان کمزوري کړي دي.
د پاکستان د پوځ یو جنرال ویلي چې د مارچ میاشت پورې به باجوړ کې حکومتي واک پرځایې کوي. په بجوړ کې پوځ د طالب جنگیالو پرضد د تېرکال د اگست میاشت راسې عملیاتو کې بوخت دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG