لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات:  طالبانوهم پشړاوربنداعلان کړى دى


دصوبه سرحد په ناقراره سيمه کې دامنيت دټينگښت لپاره طالبانو دنامعلومو مودې پورې اوربند اعلان کړى دى.
دغه پريکړه دسوات دطالبانو دغورځنگ دشورا په مهمه غونډه کې وکړل شوه.
د سوات د طالب جنگیالو مشرمولانا فضل الله نن ماسخوتن دخپل غيرقانوني ايف ايم راډيولۀ لارې خپله وينا کې ویلي چې طالبان به سبا ٢٥ فرورۍ نه وسلې سره په بازارنو او سړکونو گزمې نه کوي. نوموړي پخپله وینا دا هم ویلي چې طالب جنگیالي به حکومتي کسانو تختول هم ودروي. نوموړي زیاته کړې ده چې د ملاکنډ ایجسنۍ کې جوړ کړې شوي محکمو لپاره به قاضیان د مولانا صوفي محمد چې د مولانا فضل الله سخر هم دی هغه ټاکي. د خپل غېر قانوني ریډیو د لارې په وینا کې د سوات د طالب جنگیالو مشر د هم ویلي چې سوات کې امنیتي عسکرو لپاره خوراکې سامان وړونکي گاډو تلاشي به طالب جنگیالي اخلي.
دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله په مشرۍ شوې غونډه کې دغيرفعاله کړل شوې مذهبي ډلې دمشر مولانا صوفي محمد لخوا په ورکړل شوؤ ١٠ؤ نکتو غور وکړل شو.
په سوات کې دځايې طالبانو وياند حاجي مسلم خان ددغه غونډې دتفصيلاتو ورکولو په ترڅ کې ميډيا ته وويل دشورا غونډه کې دنامعلومو مودې پورې داوربند په حق کې پريکړه وکړه.
طالبانو تيره ورځ دکبل دبره بانډۍ څخه تښتول شوي ٤ عسکر پريښودلي دي.
طالبانو له دې وړاندې په ١٦مه فرورۍ امنيتي ځواکونو سره د١٠ؤ ورځو داوربند اعلان کړى ؤ ولې اوس دغه اوربند نور هم غځول شوى دى.
حکومت له وړاندې څخه په سوات کې دبشپړ ډزبندۍ اؤ امنيتي پوستو دختمولو اعلان کړى ؤ خو دځايې طالبانو مشر مولانا فضل الله پخپله غيرقانوني ايف ايم راډيو دوينا په مهال ويلي وؤ دغه اعلان دحکومت له لوري دى اؤ هغوي به خپل اعلان دشورا په غونډه کې کوي.
دطالبانو مشر دا هم واضحه کړې وه چې هغوي ته هاغه ٤٦ سياسي، ټولنيز اؤ حکومتي مشران اوس هم مطلوب دي چې طالبانو يې فهرست جاري کړى دى. د پاکستان په سوات او قبایلي سیمو کې طالب جنگیالو د خپل سره محکمو د فیصلو تر مخه په سلگونو پښتانه په چړو حلال کړي، د ځینو مړي یی د قبرونو نه راویستي او د مړو سپکاوي کولو لپاره يي هغه په ستنو او ونو پوری ځوړند کړی. طالب جنگیالو پوښتنوته د عبرت لپاره د دغه پیښو دردناکی ویډیوگانی خورې کړي چی پکې جنگیالي ډیر په فخر سره پښتانه حلالوي.
په سوات کې دحکومت اؤ ځايې طالبانو ترمينځ دډزبندۍ داعلان څخه وروسته ژوند عادي ډگر ته په راگرځيدلو دى ، ټول سکولونه اؤ مارکيټونه پرانستل شوي خو څيړونکي بيا هم په دغه وضعيت مطمئن نۀ دي اؤ نظرښکاره کوي چې دډي سي او دتښتونې اؤ دخبريال موسي خان خيل دوژنې پشان پيښې کۀ دسولې دتړون پرته رامينځته کيږي نو دسولې دغه تړون به خپل ارزښت دلاسه ورکړي.

XS
SM
MD
LG