لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايف بي ايي : دممبۍ په څير بريدونه امريکا کې هم کيدلى شي


دامريکا دڅيړنيزې ادارې ايف بي ايي ډائريکټر رابرټ مولر ويلي دهند په ممبۍ ښار کې دترسره شوؤ بريدونو پشان بريدونه په امريکا کې هم کيدلى شي.
په واشنگټن کې دبهرنيو چارو کونسل ته دحال احوال تيرولو په مهال هغۀ وويل دممبۍ بريدونو څخه دا په ډاگه شوه چې ترهه گر دلږو پيسو اؤ وړو وسلو له لارې هم پخپلو لويو ايجنډو عمل کولى شي.
رابرټ مولر وويل القاعده دامريکا لپاره اوس هم خطره ده خودامريکايي وگړو په گډون په غيرمعروفو وړو ترهه گرو ډلو باندې به هم نظر ساتل وي.
دهغۀ وينا وه دنړۍ په هرې برخه کې دالقاعده اؤ دهغې نظرياتو سره تړاؤ لرونکو خلکو دموجوديت له امله د ايف بي ايي په انديښنو کې زياتوالى راغلى دى.
دايف بي ايي مشر وويل دا دانديښنې خبره ده چې په صوماليه کې ځانمرگي بريد ترسره کوونکى تن امريکايي وگړى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG