لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

محکمې نواز شريف اؤ شهباز شريف نااهله گرځولي دي


دپاکستان سترې محکمې پخوانى صدراعظم اؤ دمسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف اؤ دهغه ورور ميا شهباز شريف په ټولټاکنو کې دبرخې اخستو وړ نۀ دي گرځولي اؤ دپنجاب ايالت دوزيراعلي شهباز شريف دصوبايي اسمبلۍ دغړيتوب اعلاميه يې منسوخ کړې ده چې له دې وروسته هغه دخپل منصب څخه غورځيدلى دى.
دپاکستان دبيلا بيلو سياسي گوندونو مشرانو دسترې محکمې دغه پريکړه حکومتي سازش بلللى دى اؤ وايي هيواد به ددې سره دسياسي بې ثباتۍ ښکار شي.
نن د شورو په ورځ دمحکمې له اړخه اورول شوې په دغه لنډه پريکړه کې محکمې د لاهور دايالتي محکمې هاغه پريکړه هم پځايې ساتلې ده چې پکې دالوتکې دتښتونې په دوسيه کې دسزا سره دمخ کيدلو له امله دپاکستان مسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف تير کال په ترسره شوؤ ټولټاکنو کې دبرخې اخستو څخه منعې کړل شوى ؤ.
دسترې محکمې دغه پريکړه په داسې وخت کې مخې ته راغلې ده چې دپاکستان دپخواني جمهوررئيس پرويز مشرف لخوا دلرې کړل شوؤ قاضيانو دپځايې کولو دپاره دوکيلانو غورځنگ په ديارلسم مارچ په اوږد احتجاجي لاريون کې دگډون اؤ دپارلمان مخې ته دنامعلومې مودې پورې دپرلت وهنې تيارۍ پيل کړي دي.
پخواني صدراعظم نواز شريف دوړاندې څخه اعلان کړى دى چې دهغه گوند به په دغه احتجاج کې کوټلې برخه اخلي
ددواړو وروڼو ميا نواز شريف اؤ شهباز شريف داهليت يا وړ گرځولو کيدلو په بابله ددوسيې اوريدنې تر ٨ؤ مياشتو دوام وکړو چې په دغه مهال دخواست کوونکو وکيلانو په محکمه کې دريځ خپل کړى ؤ موجوده عدليه داساسي قانون دمخې نۀ ده ځکه نونۀ خو نواز شريف اؤ نۀ هم دهغه ورور شهباز شريف سترې محکمې ته وړاندې شول.
ددې ترڅنگ په زياترو موقعو نواز شريف ددې انديښنې څرگندونه کړې وه چې دواکمن گوند پيپلز پارټۍ مشران دهغه اؤ ورور په ضد يې دمحکمې دپريکړې له لارې دنااهله گرځولو سازش کوي.
دشورو په ورځ دمحکمې دپريکړې څخه دمخه لويې څارنوال لطيف کهوسه پخپلو دليلونو کې وويل دموجوده محکمې هيڅ يو قاضي دموقتي اساسي قانون يا پي سي او دلاندې لوړه نۀ ده کړې.
دلويې څارنوال ددليلونو سره دنواز شريف هاغه انديښنې وده مومي چې حکومت دسترې محکمې څخه دهغوي په ضد دخپلې خوښې پريکړه ترلاسه کول غواړي.
دسترې محکمې دپريکړې څخه وروسته دپخواني صدراعظم نواز شريف دمرستيالانو وکيل اکرم شيخ خبريالانو ته وويل دغه پريکړه دپاکستان دجمهوررئيس اصف علي زرداري په خوښه شوې ده.
هغۀ وويل دسترې محکمې قاضيانو ددې خبرې په پام کې دنيولو څخه پرته چې ايا هغوي ددغه دوسيې داوريدنې وړ دي که نه نواز شريف اؤ دهغۀ ورور نااهله گرځولي دي.
اکرم شيخ دسترې محکمې دغه درې کسيز بينچ ته دنواز شريف دنۀ مخ کيدلو پريکړه سمه وبلله.
بل لوري ته دپاکستان دبيلا بيلو سياسي گوندونو مشرانواسفنديارولي خان،قاضي حسين احمد،چوهدري شجاعت حسين، عمران خان اؤ نورو دسترې محکمې په دغه پريکړه دانديښنې څرگندونه کړې اؤ ويلي يې دي حکومت هيواد يو ځل بيا دسياسي بې ثباتۍ په لوري بوتلل غواړي خو دپيپلز پارټۍ مشرانو دسترې محکمې په پريکړه دخپل گوندپه مشر تابۀ لگول شوي تورونه رد کړي دي اؤ ويلي يې دي دمحکمې په پريکړه کې دحکومت هيڅ لاس نشته.
دميا نواز شريف اؤ شهباز شريف دنااهله گرځول کيدلو داعلان سره سم دپنجاب ايالت په گډون دپاکستان دبيلا بيلو برخو څخه دپاکستان مسلم ليگ(ن) غړو اؤ وکيلانو قهرژنې مظاهرې وکړې اؤدحکومت په ضد يې کلک شعارونه ورکړل.
پاريدلو مظاهره چيانو ځايې پځايې په سړکونو اورونه هم بل کړل اؤجمهوررئيس اصف علي زرداري يې دپخواني جمهوررئيس پرويز مشرف دمرستيال په نوم ونومولو

XS
SM
MD
LG