لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ښاغلي زرداري پنجاب کې گورنر راج نافذ کړو


د پاکستان سترې محکمې لخوا د هېواد د لویې مخالف ډلې مسلم لیگ (ن) مشرانو نوازشریف او شهباز شریف د نااهله گرځولو وروسته، جمهوررئیس اصف علي زاردري به پنجاب صوبه کې گورنر راج نافذ کړی دی.
د سترې محکمې او جمهوررئیس لخوا وروستیو پریکړو یوځل بیا هېواد د سیاسي کړکېچ په پټرۍ اچولی. د مسلم لیگ (ن) ډلې مشر میا نوازشریف د عدالت فېصله په ائین یا اساسی قانون گذار گرځولی او په جمهوررئیس زرداري یې د سودا کولو تور لگولی.
د پاکستان قانوني پوهانو د محکمې فېصله غندلې او دا یې په بېعه اخستل شوي قاضیان بللي. مسلم لیگ (ن) مشر احسن اقبال ویلي هېواد به د ښاغلي زرداري جاگیر جوړیدو ته نه پریږدي او وروستۍ فېصله یې د پنجاب د اولس سپکاوی گرځولی دی.

XS
SM
MD
LG