لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مېرمن کلنټن ښاغلي قریشي سره لېدلي دي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هېلري کلنټن ویلی پاکستان سره د مشورو ډکې یوې پروسی لاندې کارکوي.
نوموړی دا خبره د هغې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې ایا افغانستان ته د اضافي ١٧٠٠٠ پوځیانو په استولو یې د پاکستان باور تر لاسه کړی دی.
هغې د پوښتنې نېغ په نیغه ځواب ورکړی نه دی. خو زیاته کړی یې ده چې وخت راشي نو د گډو هڅو نتیجې به په ډاگه کړي.
میرمن کلنټن دغه خبرې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې د امریکا په سفر دی سره په واشنگټن کې لیدنې وروسته کړی دی.
د دواړو هېوادنو بهرنیو چارو وزیرانو لیدل کتل په داسې محال شوي دي چې امریکا جمهوررئیس بارک اوباما اداره افغانستان لپاره نوي تگلاره جوړوي.
په دغه موقع شاه محمود قریشي ویلي چې پاکستان او امریکا د ترهگرې پرضد جگړه کې ملگري دي او پوخ عزم لري چې د امریکا سره په گډه به د ترهگرۍ او تندلارۍ پرضد جگړه پرمخکې بیایي.

XS
SM
MD
LG