لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف : زرداري د سودا کولو وړانديز کړى ؤ


دپاکستان پخوانى صدراعظم اؤ دمسلم ليگ(ن) ميا نواز شريف وايي جمهوررئيس اصف علي زرداري دهغه ورور شهباز شريف ته دوړتيا په دوسيه دسوداکولو وړانديز کړى ؤ اؤ ورته يې ويلي وؤ شهباز صيب راځه چې يو کاروباري تړون وکړو.
نن دشورو په ورځ يومطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دمسلم ليگ(ن) گوند مشر تور ولگولو چې جمهوررئيس اصف علي زرداري شهباز شريف ته ويلي وؤ تاسو قاضي عبدالحميد ډوگر دستر قاضي په توگه ومنئ اؤ دهغه په گمارنه کې دپراختيا په هکله حکومت سره مرسته وکړئ، ددې بدل کې به محکمه ستاسو دوړتيا په دوسيه ستاسو په پلوۍ پريکړه وکړي.
ميا نواز شريف زياته کړه هغه څه موده وړاندې ويلي وؤ چې ورته دسودابازۍ دپاره وړانديزونه کيږي اؤ نن وايي چې اسلام اباد کې په يو وخت ددوؤ اړخونو څخه خبره شوې وه يو اړخ نيغ په نيغه ستر قاضي اؤ دوهم جمهوررئيس زرداري ؤ.
دنواز شريف وينا وه کۀ چرې دخپلو اصولو څخه ورته واک گران ؤ اؤ دپاکستان څخه ورته دوړتيا دوسيه کې برياليتوب خوښ ؤنو دحکومت به يې منلې وه، خو هغه نۀ وړتيا ته غاړه کيښودله اؤ دپاکستان په گټو يې سودا ونۀ کړه.
دمسلم ليگ(ن) مشر وويل ددغه پريکړې چې به څومره زيان کيږي دهغې اندازه لگول گران دي.
بل لوري ته دجمهوررئيس وياند فرحت الله بابر دنواز شريف ددغه تورونو په هکله دڅه قسمه نظر ورکولو څخه ډډه کړې ده اؤ وايي ترڅو چې يې جمهوررئيس سره په دې هکله خبرې نۀ وي شوي هغه مطبوعاتو ته هيڅ څه نۀ شي ويلى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG