لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پنجاب کې گورنر راج پر ضد احتجاجي مظاهرې شوي دي


دپاکستان دسترې محکمې لخوا دپخواني صدراعظم ميا نواز شريف اؤدهغۀ دورور شهباز شريف دنۀ وړتيا دپريکړې اؤ په پنجاب ايالت کې دگورنر راج پځايې کولو په ضد نن په ټول هيواد کې سختې احتجاجي مظاهرې شوي دي اؤ مسلم ليگ(ن) گوند دحکومت په ضد دکوټلي تحريک پيل کولو اعلان کړى دى.
نن دزيارت په ورځ دپنجاب اسمبلۍ مسلم ليگي غړو په داسې حال کې خپله غونډه کړې ده چې داسمبلۍ لويې دروازې ته جرندې وهل شوې وې اؤداسمبلۍ غړي پوليسو دغونډې خونې ته نۀ پريښودل.
دمسلم ليگ(ن) سره تعلق لرونکي دپنجاب اسمبلۍغړي داسمبلۍ په پوړيو کې کښيناستل اؤ خپله غونډه يې دپنجاب اسمبلۍ دسپيکر په مشرۍ وکړه.
په دغه مهال داسمبلۍ غړو دپنجاب دوزيراعلي ميا شهباز شريف اؤ دمسلم ليگ(ن) دمشر شهباز شريف دنااهله گرځول کيدلو اؤ په پنجاب کې دگورنر راج پځايې کولو په ضد يو پريکړه ليک يا قرارداد هم منظور کړو.
دپنجاب اسمبلۍ سپيکر خبريالانو ته ويلي دي دغونډې په مهال داسمبلۍ مخې ته اودرول شوؤ پوليسانو داسمبلۍ غړو ته اجازه نۀ ورکوله چې اسمبلۍ ته دننه شي اؤ دځينې ښځينه غړو سره بدتميزي هم شوې ده.
بل لوري ته نن دمسلم ليگ(ن) دمشرانويوه مهمه غونډه ددغه گوند دمشر ميا نواز شريف په مشرۍ ترسره شوې ده چې پکې دسترې محکمې په پريکړه ، دحکومت په خپلسرۍ اؤ دپنجاب دپاره دنوي وزيراعلي دغوره کولو په گډون په بيلا بيلو چارو خبرې اترې وکړل شوې اؤ پريکړه وشوه چې مسلم ليگ(ن) به دحکومت په ضد ټول هيواد کې احتجاجي تحريک پيل کوي.
همدغه راز نن دپنجاب ايالت په بيلا بيلو ښارونو کې دنواز شريف اؤ شهباز شريف دنااهله گرځول کيدو اؤ په پنجاب کې دگورنر راج پځايې کيدو په ضد بشپړ هړتال ؤ اؤ ځايې پځايې احتجاجي لاريونونه وشول.
پاريدلو مظاهرينو په سړکونو داورونو بلولو ترڅنگ دجمهوررئيس اصف علي زرداري په ضد کلک شعارونه هم ورکړل.
دپنجاب څخه علاوه د سندهـ اؤ سرحد ايالتونو په بيلا بيلو ښارونو کې هم نن دنواز شريف اؤ شهباز شريف په پلوۍ احتجاجي مظاهرې شوي اؤ دحکومتي تگلارو سخته غندنه شوې ده.
دسترې محکمې لخوا دنواز شريف اؤ شهباز شريف دنااهله کولو دپريکړې اؤ په پنجاب ايالت کې دگورنر راج پځايې کيدو سره په ټول هيواد کې سخت سياسي اړى گړى رامينځته شوى اؤ ناقدين دجمهوررئيس لخوا په پنجاب ايالت کې دگورنر راج پځايې کولو گام ته دهيواد دننه سياسي بې ثباتۍ ته دبلنې ورکولو نوم ورکوي

XS
SM
MD
LG