لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پنجاب کې گورنرراج پرضد په دريمه  ورځ  احتجاج دوام لري


دپاکستان دسترې محکمې لخوا دميا نواز شريف اؤ شهباز شريف دنااهله کولو دپريکړې اؤ په پنجاب ايالت کې دگورنر راج پځايې کولو په ضد نن په دريمه ورځ هم دپاکستان دننه دمسلم ليگي غړو اؤ وکيلانو لخوا داحتجاج لړۍ دوام وموندلو.
دمسلم ليگ(ن) ددريوؤ سوؤ مشرانو اؤ غړو په ضد داحتجاج په مهال داړي گړي دتورونو په اساس مقدمې جوړې کړل شوي دي.
په کراچۍ کې داحتجاج په مهال وکيلانو دميا نواز شريف اؤ شهباز شريف سره ديو والي څرگندولو
په پيښور کې هم دمسلم ليگ(ن) غړي سړکونو ته راووتل اؤ احتجاجي لاريونونو کې يې دجمهوررئيس اصف علي زرداري په ضد شعارونه ورکړل.
بل لوري ته دمسلم ليگ(ن) دقامي اسمبلۍ ددوؤ غړو ،دريوؤ سوؤ سيمه ييزو مشرانو اؤ کارمندانو په ضدد پينډۍ د گنج منډهۍ ، وارث خان اؤ سټي يا دښار تاڼه کې داحتجاجي مظاهرو په مهال داړي گړي په تور کې مقدمې جوړې کړل شوي دي.
دمسلم ليگ په دغو مشرانو کې حنيف عباسي، پرويز خان اؤ سردار نسيم هم شامل دي.
همدغه راز نن دجمعې په ورځ دمسلم ليگ(ن) دپنجاب دصوبايي شورا غونډې ته دوينا په مهال دپاکستان مسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف تور لگولى دى چې جمهوررئيس اصف علي زرداري يو شمير داسمبلۍ غړي دفشار لاندې نيولي اؤ په بيعه دهغوي داخستلو هڅې کوي.
دمسلم ليگ(ن) مشر وويل دهغۀ اؤ شهباز شريف دنۀ وړتيا دپريکړې اؤ په پنجاب کې دگورنر راج پځايې کولو سره جمهوريت ته ضربه رسيدلې ده ، خومسلم ليگ(ن) به په اولسي محکمه کې خپل غږ پورته کوي.
په دغه مهال دهغه ورور اؤ دپنجاب گوښه کړل شوي وزيراعلي شهباز شريف وويل هغه به نن اسمبلۍ ته ځي اؤ خپل مسؤليت به ترسره کوي، ولې چې هغه اوس هم وزيراعلي دى.
په دغه غونډه کې دمسلم ليگ(ق) دمرورو غړو ترڅنگ دمتحده مجلس عمل دوؤ غړو هم گډون وکړو.

XS
SM
MD
LG