لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لاهور:مسلم ليگ(ن) په ٦م مارچ دکاربنديز پريکړه کړې ده


پاکستان مسلم ليگ(ن) په شپږم مارچ دنوازشريف اؤ شهباز شريف دنااهله گرځول کيدلو اؤ په پنجاب کې دگورنر راج پځايې کولو په ضد ټول هيواد کې دکاربنديز ياهړتال کولو پريکړه کړې ده.
سرچينې وايي دغه پريکړې نن دخالي په ورځ په رائيونډ کې دميا نواز شريف په مشرۍ دمسلم ليگ(ن) دقامي اؤ صوبايي اسمبلۍ دغړو دغونډې په مهال شوې ده.
بل لوري ته دنواز شريف اؤ شهباز دنااهلۍ په ضد نن په څلورمه ورځ هم په پنجاب ايالت کې دمسلم ليگ(ن) کارکنانو دقهره ډکې احتجاجي مظاهرې کړي دي.
ليگي کارکنانو دلاهور په شاهدره،جي ټي روډ، کواف سټور، چوبرجي څلورلاري، چئيرنگ کراس اؤ ټوکر نيازبيگ کې هړتالي کيمپونه هم لگولي دي.
دسترې محکمې لخوا دمسلم ليگي مشرانو دنااهله گرځول کيدلو دپريکړې وروسته په پاکستان کې سياسي وضعيت يو ځل بيا تاؤژن شوى دى اؤ څيړونکي فکر کوي چې دوکيلانو لخوا په راتلونکې مياشت کې دکيدونکي اوږد لاريون اؤ پرلت وهنې له امله دهيواد دننه سياسي وضعيت نور هم کړکيچن کيدلى شي.
همدغه راز دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني هم تيره ورځ خبريالانو سره دخبرو په مهال دجمهوررئيس سره دخپلو اختلافاتو دپخلي کولو په ترڅ کې ويلي وؤ درايې اختلاف دډيموکراسۍ ښکلا زياتوي.
څيړونکي دجمهوررئيس اؤ صدراعظم ترمينځ اختلافاتو ، په پنجاب کې دگورنر راج پځايې کولو، دنواز شريف اؤ شهباز شريف دنااهله گرځول کيدلو اؤ دوکيلانو داوږد لاريون کړکيچ ته په دې نظر گوري چې په نزدې راتلونکي کې دپاکستان دننه يو مهم سياسي بدلون رامينځته کيدلى شي

XS
SM
MD
LG