دسوات په سرښار مينگوره کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ددغيرفعاله کړل شوې تندرويه مذهبي ډلې مشر مولانا صوفي محمدپه سوات سيمه کې دامن په شوي تړون دبې باورۍ څرگندولو په ترڅ کې حکومت ته گواښ کړى دى چې کۀ دمارچ تر ١٥مې نيټې يې په سيمه کې شرعي محکمې جوړې نۀ کړې نو هغوي به يو ځل بيا په احتجاجونو لاس پورې کړي.
هغۀ وويل ترڅو چې په سيمه کې شرعي نظام نۀ وي پځايې کړل شوى تر هغې نۀ خو په سيمه کې دامنيت ټينگښت ممکن دى اؤ نۀ يې ضمانت ورکړل کيدلى شي.
دتحريک نفاذ شريعت محمدي مشر له حکومت اؤ طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې ديو بل بنديان خوشې کړي.
دهغۀ وينا وه کۀ د١٥م مارچ پورې کوم اړخ هم دتړون څخه سرغړونه وکړه نو دبدامنۍ مسؤل اؤ مجرم به گڼلى شي.
مولانا صوفي محمد په دې خبره دخواشينۍ څرگنده وکړه چې دشريعت په مسودې دلاسليکونو باوجود په ملاکنډ سيمه کې لا اوس هم په ټولو محکمو کې دوسيې دزړو قوانينو په اساس فيصله کيږي.
په سوات سيمه کې دصوبايي حکومت اؤ تندروه مذهبي تنظيم تحريک نفاذشريعت محمدي ترمينځ دترسره شوي امن تړون په لمړۍ ورځ په دغه سيمه کې ديو ځايې خبريال موسي خان خيل وژنې ، دسيمه ييزو تماسونو دمشر يا ډي سي او خوشحال خان اؤ امنيتي عسکرو دتښتول کيدلو پيښو اولس هم دسوات دامن دتړون په هکله انديښمن کړى دى.
دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين له مخه وئيلي دي چې دامن دتړون باوجود دغه رقم گامونه سيمه کې دامن دټينگښت هڅو ته زيان رسولى شي.
دا په داسې حال کې ده چې دسوات دطالبانو دتحريک مشر مولانا فضل الله حکومت سره په سيمه کې دقانون دواکمنۍ پځايې کولو دتړون باوجود وايي طالبانو چې د٤٦ؤ مطلبو سياسي ، قامي اؤ حکومتي مشرانوکوم فهرست جاري کړى هغه اوس هم طالبانو ته مطلوب دي.
مولانا فضل الله دحکومت څخه طالبانو ته دعامې بخښنې غوښتنه هم کړې ده خو حکومت تراوسه دسوونو بې گناه پښتنوپه وژنو اؤ حلالولو کې ککړ ؤطالبانو ته دعامې بخښنې ورکولو په اړوند هيڅ اعلان نۀ دى کړى.