لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زردراي : ستونزې اؤ کشالې دجمهوري لارې هوارول غواړو


دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زررداري وايي هغه تاؤتريخوالى اؤ فاصلې نۀ غواړي بلکې ليواله دى چې ټولې ستونزې دجمهوري لارې هوارى ومومي.
نن په اسلام اباد کې دپنجاب په گډون دهيواد په مجموعي سياسي اؤ امنيتي وضعيت دجمهوررئيس اصف علي زرداري تر مشرۍ لاندې غونډه وشوه.
په دغه غونډه کې صدراعظم يوسف رضا گيلاني اؤ جمهوررئيس اصف علي زرداري د(ن) ليگ سره دجوړجاړي لپاره دائتلافيانو هڅې وستائيلې.
غونډه کې دملي جوړجاړي عمل اؤ دوکيلانو داوږد لاريون په معاملو هم غور وشو.
دسرچينو له مخې جمهوررئيس اصف علي زرداري دغونډې په مهال وويل په پنجاب کې به دگورنر راج زر تر زره د ختمولو هڅې کوؤ.
غونډه کې پريکړه وشوه چې دهيواد دسياسي بحران هوارولو لپاره به مسؤليتونه ترسره کولى شي اؤ هيواد داړي گړي پځايې جوړجاړي ته اړتيا لري.
بل لوري ته دجمهوررئيس اصف علي زرداري لخوا دپاکستان مسلم ليگ(ن) دمشر ميا نواز شريف سره دجوړجاړي دلارې راويستلو هڅې تندې کړل شوي اؤ په دې لړ کې نن دپاکستان دبلوچستان ايالت وزيراعلي نواب اسلم رئيساني دپنجاب دگوښه کړل شوي وزيراعلي ميا شهباز شريف سره ليدل کتل کړي دي.
له ليدنې وروسته خبريالانو سره دلنډو خبرو په مهال ښاغلي رئيساني وويل شهباز شريف ته يې دحکومت لخوا دجوړجاړي پيغام ورکړى دى اؤ دغه ليدنه زياته گټوره وه.
همدغه راز پرون داتوار په ورځ په حکومتي ائتلاف کې دشاملو گوندونو جمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان اؤ عوامي نيشنل گوند مشراسفنديارولي خان هم دجمهوررئيس اصف علي زرداري سره ليدل کتل کړي وؤ اؤ هغه يې دميا نواز شريف اؤ شهباز شريف دنااهله گرځول کيدلو اؤ په پنجاب کې دگورنر راج دپځايې کيدلو وروسته درامينځته شوي وضعيت دپائيلو څخه خبر کړى دى.
سرچينې وايي په دغه ليدنه کې جمهوررئيس زرداري ائتلافي ملگرو ته واک ورکړى ؤ چې هغوي بايد په وضعيت دکنټرول ترلاسه کولو دپاره دجوړجاړي لاره راؤباسي.
دسرچينو وينا ده دحکومت لخوا ميا نواز شريف سره دجوړجاړي دهڅو په تناظر کې دمسلم ليگ(ن) دمشرانو په غونډه کې پريکړه شوې ده چې که حکومت دمسلم ليگ(ن) دمشرانو سره جوړجاړى کول غواړي نو دهغې دپاره به ورته دمري ترسره شوي تړون باندې عمل کول وي.
دمري په تړون کې دپخواني جمهوررئيس پرويز مشرف لخوا دسترې محکمې دگوښه کړل شوؤ قاضيانو پځايې کول شامل دي اؤ څيړونکې وايي جمهوررئيس زرداري به کله هم دسترې محکمې دگوښه کړل شوي مشرقاضي افتخار محمدچوهدري پځايې کولو ته غاړه کښينږدي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG