لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگرو ملتونو د١١٠٠ؤ بې درکه کسانو فهرست پاکستان ته سپارلى دى


ملګرو ملتونو دپاکستان دبلوچستان ايالت دکوئټې ښار څخه دتښتول شوي خپل مامور جان سلواکي دخلاصون لپاره دتښتوونکو لخوا ورکړل شوى ديوولسو کسانو فهرست دپاکستان مرکزي حکومت ته سپارلى دى
ملګرو ملتونو دپاکستان دحکومت څخه غوښتنه کړې ده چې ددغه کسانو دخلاصون لپاره دې عاجل ګامونه واخلي ترڅوتښتول شوى جان سلواکي دتښتونکو له منګلو څخه راخلاص شي.
دملګرو ملتونو سرچينې وايي دورکو شوؤ يوولسو سوؤ کسانو فهرست دپاکستان دکورنيو چارو وزارت اؤ دبشري حقونو مرکزي وزير ته ورکړل شوى دى.
په دغه فهرست کې دداسې کسانو يادؤنه هم شوې ده چې دهغوي په هکله تښتوونکي ادعا کوي چې سرکاري ادارو سره بندي دي.
دتښتول شوي امريکايي نژاده جان سلواکي دپريښودلو لپاره تښتوونکو دوه ورځې دمخه وروستى مهلت ورکړى ؤ اؤ ويلي يې وؤ چې کۀ د٤ؤ ورځو دننه دهغوي غوښتنې ونۀ منل شوې نو دملګرو ملتونو تښتول شوى ماموربه ووژني.
دپاکستان حکومت دملګرو ملتونو لخوا ديوولسو سوؤ کسانو دفهرست دسپارنې پخلى په رسمي ډول نه دى کړى خودکورنيو چارو مشاور رحمان ملک وايي حکومت دتښتول شوي مامور دخوشې کولو دپاره کوټلي ګامونه اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG