لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات: صوفي محمد دامن دتړون څخه دبيليدلو گواښ کړى دى


دگوښه کړل شوي تندروه مذهبي تنظيم تحريک نفاذ شريعت محمدي مشر مولانا صوفي محمد گواښ کړى دى چې کۀ دسوات دامن دتړون څخه سرغړونه وکړل شوه نو هغه به ددغه تړون څخه ځان بيل کړي.
نن دنهې په ورځ په سوات کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال مولانا صوفي محمد وويل هغه هڅه کوي چې په سيمه کې زر تر زره شرعي نظام پځايې شي.
نوموړي په حکومت اؤ ځايې طالبانو غږ وکړو چې دامن دتړون څخه سرغړونه ونۀ کړي گنې هغه به خپل ځان ددغه تړون څخه جلا کړي.
اوړمه ورځ يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال مولانا صوفي محمد حکومت ته دا گواښ هم کړى ؤ چې کۀ دمارچ ١٥مې نيټې پورې په سيمه کې شرعي محکمې جوړې نۀ کړل شوې نو هغه به دخپلو ملگرو سره يو ځل بيا په احتجاج لاس پورې کړي.
په ١٦مه فرورۍ دمولانا صوفي محمد په منځگړتوب دسوات دطالبانو اؤ صوبايي حکومت ترمينځ دشوي امن تړون څخه راپديخوا څو کرته ددغه تړون څخه سرغړونه شوې ده، پوځ اؤ طالبان دواړه په يو بل دامن دتړون څخه دسرغړونې تورونه لگوي چې له دې وروسته دسيمې خلکو کې يو ځل بيا دغلته دامنيت دټينگښت په هکله انديښنې خورې شوي دي.
ځايې طالبان غواړي چې حکومت بايد هغوي ته عامه بخښنه اعلان کړي خودنړيوال فشار له امله دپاکستان حکومت دې ته تيار نۀ دى چې طالبانو ته دسوونو بې گناه کسانو دوژلو اؤ حلالولو ترڅنگ په سکولونو اؤ سرکاري ودانيو دبريدونو دجرمونو بخښنه اعلان کړي.
دطالبانو وياند څو ورځې وړاندې مطبوعاتو ته ويلي وؤ کۀ چرې حکومت طالبانو ته بخښنه نۀ کوي نو بيا بايد هاغه پوځيان هم محکمو ته راکش کړل شي چې دعامو خلکو په وژنه کې ککړ دي.
دسيمې څخه يو شمير اولسي استازي اؤ څيړونکي تور لگوي چې دسوات عملياتو کې پوځ اؤ طالبانو يو بل سره پټه لار لرله اؤ دواړه خواوې دبې گناه پښتنو په وژنه کې لاس لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG