لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : دايف بي ايي مشرصدراعظم گيلاني سره ليدلي دي


دامريکا دڅيړنيزې ادارې ايف بي ايي مشر رابرټ ملر نن دهند څخه دپاکستان پلازمينې اسلام اباد ته رسيدلى اؤ دصدراعظم يوسف رضا گيلاني سره يې دممبۍ دترهه گريزو پيښو دپلټنو په هکله خبرې اترې کړي دي.
اسلام اباد ته له رارسيدو وروسته ښاغلي ملر دکورنيو چارو دپاره دصدراعظم صلاح کار رحمان ملک سره وليدل اؤ په دغه ليدنه کې ښاغلي ملک دايف بي ايي مشر دممبۍ دپيښو په اړه دپاکستان لخوا دترسره شوؤ پلټنو څخه خبر کړو.
رحمان ملک وويل دپلټنو بشپړ تکيه دهند په مرسته ده اؤ په دې لړ کې چې پاکستان دهند څخه کومې پوښتنې کړي دي هند بايد هغې ته ځواب ورکړي.
دليدنې په مهال رابرټ ملر وويل دممبۍ دترهگريزو په پلټنو کې چې پاکستان کومو نورو معلوماتو ته اړتيا لري هغه به ورکولى شي.
وروسته دايف بي ايي مشر دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني سره وليدل اؤ دممبۍ دپيښو دپلټنو په اړوند يې ورسره اوږدې خبرې اترې وکړې.
سرچينې وايي په دغه ليدنه کې صدراعظم گيلاني دامريکا دڅيړنيزې ادارې مشر ته وويل پاکستان په بشپړ اخلاص سره دهند دپيښو پلټنې کړي دي اؤ دخپل اړخه يې هند ته دهر راز مرستې باور ورکړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG