لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات : ځواکونه به د فضل الله مرکز امام ډهیرې خالي کوي


دصوبه سرحد دملاکنډ سيمې کمشنر سيد محمد جاويد اعلان کړی دی چې حکومتي ځواکونه به سوات د تندروه طالبانو مشر مولانا فضل الله مرکز امام ډهیرې خالي کوي.
سوات کې د تل پاتې امن د ټينگښت لپاره دگوښه کړل شوي مذهبي تنظيم تحريک نفاذ شريعت محمدي اؤ امنيتي ځواکونوترمينځ نن دشورو په ورځ د١٧ؤ نکتو يو تړون ترسره شوى دى چې ددغه تړون ترمخه به حکومت په سيمه کې زر تر زره اولس ته دانصاف ورکړه اؤ په غير شرعي کارونو قدغن لگول باوري کوي.
په سوات کې دتحريک نفاذ شريعت محمدي دمشر دمرستيال مولانا محمدعالم په مشرۍ کې يو هيئت دملاکنډ سيمې دکمشنر سيد محمدجاويد سره ديوې اوږدې ناستې څخه وروسته په دغه تړون لاسليکونه وکړل.
دتړون له مخې په سوات سيمه کې به په ټنگ ټکور، سندرواؤ دسي ډي گانو په کاروبار بشپړ بنديز وي اؤ بې حياء ښځې اؤ دبې حيايۍ په کاروبار کې ککړ کسان به دسيمې څخه ويستل کيږي.
همدغه رقم په لوړو بيعو دڅيزونو پلورونکو په ضد دگامونو اخستو ترڅنگ به دټولو جرمونو په ضد اولس کې ځانگړى کمپائن چلولى اؤ په اولسي شکايتونو يا گيلو به په هم هاغه وخت گامونه اخستلى شي.
داوولس نکته ييز تړون له مخې په سيمه کې به په نشو تماشو داخته کسانو ددرملنې دپاره يو روغتيايي مرکز جوړولى اؤ دملاکنډ په ټولو جيلونو کې به بنديانو ته دقراني تعليماتو تابيا کولى شي.
په تړون کې ويل شوي دپوليسو په تاڼو به داولس باور پځايې کولى اؤ په بډو رشوتونو اؤ نورو ناوړو عملونو کې ککړ پوليس به دملاکنډ سيمې څخه بهر ويستلى شي.
په تړون کې دا هم راغلي چې په سيمه کې به ښځو ته په ميراث کې برخه ورکولى اؤ دمخدره موادو دکاروباريانو اؤ بې حيايۍ خورؤنکو په ضد هلې ځلې کولى شي.
همدغه راز درشوتونو په ضد به هم کمپائن چلولى اؤ دنمونځ په وخت به په سيمه کې دټولو دوکانونو تړلوتابيا کولى شي.
په دغه تړون کې دسيمې څخه په بې حيايۍ کې دککړو ښځو دسيمې څخه دويستلو ذکر خو شوى دى خو دبې حيايۍ پيمانه پکې نۀ ده په ډاگه کړل شوې.
طالبانو له مخې گواښ کړى ؤ چې په سيمه کې به سکولونو، دفترونو اؤ بازارونو ته تلونکې ښځې چادري پسروي اؤ دپردې خيال به ساتي خو څيړونکي وايي کۀ چرې اوس ددغه تړون څخه راپديخوا په سوات سيمه کې بهرنۍ سيلگرې ميرمنې يا سيمه ييزې ميرمنې چادري نۀ پسروي نو حکومت اؤ طالبان به دهغوي په ضد څه رقم گامونه اخلي؟
څيړونکي په دې نظر هم دي چې دټنگ ټکور يا موسيقۍ سره په تړلي کاروبار دقدغن لگول کيدلو سره به په سيمه کې په زرگونو خلک دبې روزگارۍ سره مخ شي خو حکومت دهغوي دپاره دمتبادلو وسيلو ورکولو هيڅ ذکرپه دغه تړون کې نۀ دى کړى.
د پاکستان په سوات او قبایلي سیمو کې طالب جنگیالو د خپل سره محکمو د فیصلو تر مخه په سلگونو پښتانه په چړو حلال کړي، د ځینو مړي یی د قبرونو نه راویستي او د مړو سپکاوي کولو لپاره يي هغه په ستنو او ونو پوری ځوړند کړی.
طالب جنگیالو پوښتنوته د عبرت لپاره د دغه پیښو دردناکی ویډیوگانی خورې کړي چی پکې جنگیالي ډیر په فخر سره پښتانه حلالوي.
په سوات کې سوله ایز پښتانه په پوځ تور لگوي چې د طالبانو سره پټ لاس لري. ملت پاله مشران هم وایي د پاکستان پوځ په صوبه سرحد او قبایلي سیمو کې د ترهگرۍ پرضد ددرغو روانه جگړه د ډالرو گټلو یوه ذریعه بلي. دغه ډول تورونه او نیوکې د پولې بلې غاړې افغان حکومت ، افغان او امریکایي څیړونکي هم کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG