لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رابرټ گيټس : افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو دوتلو نيټه نۀ شي ورکولى


دامريکاددفاع وزيررابرټ گيټس وايي افغانستان څخه دبهرنيوځواکونودوتلوغوڅه نيټه ټاکل شونې نۀ ده خوهغه ليواله دى چې بهرني پوځيان دافغانستان څخه اوځي،
دنهې په ورځ پينټاگان کې دفرانسيې ددفاع دوزير سره يوگډمطبوعاتي کانفرنس ته د وينا په مهال هغه وويل غواړي چې غيرملکي پوځيان دافغانستان څخه اؤځي خوداويل به گران وي چې دغسې به کله وشي؟
ښاغلي گيټس وويل اوس مهال داسې نيټه ورکول گران دي چې له امله يې څوک په باورسره وويل شي چې بهرني ځواکونه به دافغانستان څخه بهر شي.
دامريکا جمهوررئيس براک اوباما اوس اوس افغانستان کې دامريکايي پوځونو په شميره کې د٤٥ في صده زياتوالي راوستو منظوري ورکړې ده چې ددې سره به افغانستان کې دگمارل شوؤ امريکايي پوځيانو شمير ٥٥ زرو ته ورسيږي.
په کابل کې دامريکايي پوځ کمانډر وايي هغوي ته دمخ په زياتيدونکي مقاومت چقولو دپاره داوږدې مودې پورې دپوځيانو ضرورت دى.
گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دفرانس ددفاع وزير هيريو مورين دافغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو دويستلو په هکله وويل هغه کله هم افغانستان څخه دپوځيانو دويستلو وينا نۀ ده کړې بلکې ويلي يې وؤناټو بايددټول عمر دپاره افغانستان کې پاتې نۀ شي خو تر کومې چې په دغه هيواد کې دائتلافي ځواکونو شتون ته اړتيا ليدل کيږي تر هغې دې وي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG