لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زرداري :تندروه طالبانو سره به خبرې ونۀ کړو


دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري وايي پاکستان به له تندرويه طالبانو اؤ ترهگرو سره خبرې ونۀ کړي.
امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ جنرال کې خپور شوي خپل يو مضمون کې پاکستاني جمهوررئيس ويلي په سوات کې چې کومو مشرانو سره تړون شوى هغوي طالبان نۀ دي.
په لاهور ښار کې پرون دسري لنکا په لوبغاړو دترسره شوي ترهگريزو بريدونو په هکله جمهوررئيس اصف علي زرداري ويلي دي لاهور کې په سري لنکن لوبډلې ترسره شوي بريد څخه په ډاگه کيږي چې زمونږ مقابله دشيطاني قوتونو سره ده، خو کۀ مونږ ماتې وخوړه نو دا به دنړۍ ماتې وي ځکه نودترهگرۍ په ضد جگړه کې دناکامۍ هيڅ گنجائش نشته.
همدغه راز په صوبه سرحد کې دحکومت اؤسوات دځايې طالبانو ترمينځ دترسره شوي تړون په هکله هغۀ په ډاگه کړې ده چې طالبانو سره به خبرې نۀ کيږي اؤ په سوات کې ترسره شوى تړون دطالبانو سره نۀ بلکې دځايي مشرانوسره شوى دى،
دجمهوررئيس لۀ مخې په سوات کې چې دکومومشرانوپه مينځگړتوب دامن تړون ترسره شوى دى حکومت هغوئ ته په ډاگه کړې ده چې طالبان اؤ نور ياغيان غيرفعاله کول به دهغوي مسؤليت وي.
کۀ هغوي دغسې وکړي اؤ خپلې وسلې وغورځوي نو دغه لاره به دسوات دخلکو لپاره ګټوره ثابته شي خو کۀ چرې داسې ونۀ شي اؤپه سوات کې اړى گړى دوام ومومي نو زمونږ پوځيان به هم هاغه رقم عمليات وکړي
زرداري وايي نۀ خو يې په سوات کې دنجونو په سکولونو بندولو سترګې پټې کړي اؤ نۀ به يې پرې پټې کړي،
هغه وايي دتير کال ډيموکراټيکو ټولټاکنو څخه راپديخوا مونږ پخپلو قبائيلي اؤ دهيواد په نورو سيمو کې کامياب پوځي عمليات وکړل چې پکې يا خو دالقاعده مشران ژوبل شوي اؤ ياهم وژل شوي اؤ دهغوي په سلګونو جنګيالي هم وژل شوي دي.
دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې مو دسيمه ييزو سماجي مشرانو سره درياستي واک پځايې کولو اؤ په سيمه کې دامن بيرته راتللو لپاره دخبرو اترو تګلاره وکاروله.
زرداري زياته کړې ده په پاکستان کې دامرانه دور څخه وروسته جمهوريت وده مومي اؤ په قامي ادارو کې ازاده عدليه پځايې کول تر ټولو مهم دي.
جمهوررئيس ويلي دشريف وروڼو(نواز شريف اؤ شهبازشريف) په ضد سترې محکمې دعالي محکمې پريکړه پځايې ساتلې ده.
هغۀ ليکلي په دغه پريکړه ځينو سياسي گوندونو نيوکه کړې ده خو دا ديوې ازادې عدليې پريکړه اؤ دقانون واکمني ده.
دپاکستان دپخواني جمهوررئيس جنرال پرويز مشرف لخوا دسترې محکمې لرې کړل شوؤ قاضيانو په هکله هغه وايي په تير حکومت کې دلرې کړل شوؤ ٦٣ؤ قاضيانو څخه ٥٧ بيرته پځايې کړل شوي دي.
دهغۀ وينا وه عدالت چې کومه پريکړه وکړي بايد ومنل شي.
دپاکستان جمهوررئيس ويلي دي دا جمهوري لاره نۀ ده چې په دوسيودسردوباره نظرکولوغوښتنې په سړکونو وکړل شي.
هغۀ وويل کله چې دامريکا سترې محکمې دالگور په مقابله کې دبوش په حق کې پريکړه وکړه نو الگور دخپلو لکونو ملگرو سره سړکونو ته نۀ ؤ راغلى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG