لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان : ځانمرگي بريد اؤ بمي چاؤدنه کې دناټو٣ عسکر وژل شوي دي


په افغانستان کې دامريکا دستر هوايي مرکز بگرام ترڅنگ په يو ځانمرگي بريد اؤبمي چاؤدنه کې دناټو ٣ عسکر وژل شوي اؤ گڼ شمير خلک ژوبل شوي دي
دپروان ولايت والي عبدالجبار تقوي وايي نن دشورو په ورځ دبگرام هوايي مرکز ترڅنگ دغه پيښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې يو ځانمرگي تن خپل دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى دپوليسو دامنيتي پوستې سره ټکر کړو.
دامريکايي پوځ يو وياند کيپټن الزبهـ ميتهياس وايي دلمړيو راپورونو څخه داسې په ډاگه کيږي چې په دغه چاؤدنه کې څوک نۀ دي وژل شوي
بل لوري ته يو کاناډايي جنرال وايي په جنوبي افغانستان کې دسړک دغاړې يو بريد کې ٣ کاناډايي عسکر وژل شوي دي
په افغانستان کې ميشتو ائتلافي ځواکونو هم پخپله يوه خبرپاڼه کې ددغه عسکرو دوژل کيدلو پخلى کړى دى خو دا يې نۀ ده په ډاگه کړې چې بمي چاؤدنه په کومه سيمه کې رامينځته شوې ده.

XS
SM
MD
LG