لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هيلري کلنټن: دافغانستان په بابله نړيواله غونډه کيږي


په برسلزکې دناټوهيوادودبهرنيوچارودوزيرانولومړي کانفرنس ته دوينا په مهال ميرمن کلنټن وويل دافغانستان په بابله دملگروملتونودسيوري لاندې دلوړې کچې يوه نړيواله غونډه کيږي اؤامريکاپه دې لړکې په خبروبوخته ده چې ددغه نړيوالې غونډې پرانسته دې دملگروملتونوعمومي سکتربانکي مون وکړي.
دبهرنيوچارو وزيرې وويل ددغه غونډې لپاره دمارچ ١٣مه نيټه وړانديزکړل شوې ده خوهغې دا ونۀ ويل چې دغه غونډه به چرته کيږي.
دهغې وينا وه دامهال پاکستان ديولړسختوکورنيوگواښونوسره مخ دى اؤافغانستان ته پيښ بهرني گواښونه هم دپاکستان څخه سرچينه اخلي.
نوموړې وويل دايران په گډون بايدهغه ټول هيوادونه دغې نړيوالې غونډې ته وروبلل شي چې افغانستان کې يې دثبات سره گټې تړل شوي دي.
ميرمنې کلنټن زياته کړه هيله ده په دغه غونډه کې دافغانستان،پاکستان اؤناټوهاغه غړي هيوادونه برخه ولري چې پوځونه يې سيمه کې گمارل شوي دي.
دناټودبهرنيوچارو وزيرانوافغانستان کې دجمهوري رياست دکيدونکوټاکنوڅخه دمخه په ددغه هيواد کې وضعيت وڅيړلواؤدافغاني چارواکودهغه غوښتنې سره يې ملاتړڅرگندکړوچې وايي دبې پلوه رايې ورکولواؤروڼ انده ټاکنوپه لړکې بايد دامنيت دټينګښت دپاره دافغانستان سره مرسته وکړل شي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG