لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: چاودنې کې ناظم وژل شوى دى


دصوبه سرحد په جنوبي سيمه بنو کې ديو سيمه ييز اولسي استازي يا ناظم په گاډي کې دچاؤدنې له امله ناظم خيرالله وژل شوى اؤ دهغه ډرائيور سخت ژوبل شوى دى.
دغه پيښه نن دجمعې په ورځ سحر هاغه مهال رامينځته شوه چې ناظم دخپل ډرائيور سره په گاډي کې په سړک روان ؤ.
دپوليس وينا ده دناظم گاډى په نوي کلي کې دريموټ کنټرول بم له لارې الوځول شوى دى.
سرچينې وايي وژل شوي ناظم په سيمه کې دهاغه اولسي لښکر مشري په غاړه لرله چې دغه سيمې ته يې دطالبانو دورتگ مخه نيولې وه.
بلخوا دافغانستان دپولې سره پيوست دپاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې تندروه جنگيالو يو سکول په چاؤديدونکو موادو الوځولى دى.
دغه سکول دناواگئ په بانډه سيمه کې الوځول شوى دى چې ددې سره په باجوړ کې دتيرو شپږو مياشتو راهسې په روانو پوځي عملياتو کې دتباه شوؤ سکولونو شميره د٤٠ؤ څخه اوښتې ده.
تيره ورځ هم په ناواگۍ کې نامعلومو تندلارو دجينکو يو سکول په بمونو الوځولى ؤ.
په باجوړ کې دتندلارو لخوا دغه سکولونه په داسې حال کې الوځول کيږي چې دوه اوونۍ دمخه دمليشه ځواکونو مشر جنرال طارق خان ادعا کړې وه په باجوړ کې يې القاعده اؤ طالبانو ته بشپړ ماتې ورکړې ده.
همدغه راز دباجوړ په مرکز ښار کې دماموند قبيلې ترسره شوي لويې جرگې پرون دحکومت څخه غوښتنه کړې وه چې په سيمه کې دجوړجاړي راوستو په غرض دطالبانو سره دخبرو دپاره بايد هغوي ته دڅلورو ورځو مهلت ورکړل شي.
ټاکل شوې ده دغه جرگه به دگل په ورځ بيا کښيني اؤ د طالبانو اؤ حکومت ترمينځ دډزبندۍ په هکله به پريکړه کوي.
په پرونۍ جرگه کې ماموند قبيلي دطالبانو په فعاليتونو دانديښنې څرگندونه کړې وه اؤ هغوي ته يې خبردارى ورکړى ؤ چې که چرې خپلو فعاليتونو څخه لاس وانۀ خلي نو حکومت به دهغوي په ضد طاقت وکاروي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG