لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما : منځ لارو طالبانو سره به خبرې کول وي


امريکايي جمهوررئيس باراک اوباما ويلي دعراق پۀ څير به پاکستاني سيمو اؤ افغانستان کې هم تندلارو سره خبرې اترې کول وي.
امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټائمز سره په يوه مرکه کې امريکايي جمهوررئيس وويل امريکا په افغانستان کې جنگ نۀ گټي.
دهغۀ وينا وه په دې وروستيو څو کلونو کې افغانستان کې موجود طالبان په بشپړ توان خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.
ښاغلي اوباما وويل دغه طالبان دافغانستان په سويلي سيمو کې خپل فعاليتونه په داسې ډول مخ په وړاندې وړي چې په دې وروستيو کې يې نۀ دي کړي.
امريکايي جمهوررئيس وويل افغان حکومت تراوسه داولس باور ترلاسه کړى نۀ دى.
دنورو هيوادونو څخه دترهه گرو دنيولو په هکله ديوې پوښتنې په ځواب کې اوباما څه ونۀ ويل خو په ډاگه يې کړه پټ پناه فعاليتونه القاعده کوي.
دپاکستان دحکومت لخوا دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې دطالبانو سره په شوي تړون امريکايي جمهوررئيس براک اوباما نيوکه وکړه.
نوموړي وويل دهغۀ صلاح کاران دافغانستان په هکله دتگلارې بيا دسره جاج اخلي اؤ هغه لارې راويستل غواړي چې له امله يې عراق کې دامنيت په ټينگښت کې برياليتوب ترلاسه شوى دى.
جمهوررئيس هيله څرگنده کړه چې افغانستان کې دجوړجاړي دعمل لاندې دطالب جنگيالو په ليکو کې دمنځ لارو طالبانو سره خبرې اترې کيدلى شي.
هغۀ وويل په عراق کې سخت دريځه اسلام خوښي يواځې له دې امله دچارواکو سره مرستې کولو ته چمتو شوي وؤ چې دالقاعده ددسيو له امله يواځې شوي وؤ.
باراک اوباما وويل همدغه رقم احتمال دپاکستان اؤ افغانستان په سيمو کې هم رامينځته کيدلى شي خو ددغو سيمو وضعيت زيات پيچلى دى.
بل لوري ته دافغانستان جمهوررئيس د براک اوباما لخوا دطالبانو په ليکو کې دگډو منځ لارو عناصرو سره دخبرو اترو کولو په هکله دبيان هرکلى کړى دى.
نن داتوار په ورځ په پلازمينه کابل کې دښځو دنړيوالې ورځې په هکله جوړې شوې دستورې ته دوينا په مهال حامد کرزي وويل دهغه حکومت دزياتې مودې څخه همدغه دريځ لرلو چې په افغانستان کې دامنيت دټينگښت لپاره بايد منځ لارو طالبانو سره دجوړجاړي لاره خپله کړل شي.
دهغۀ وينا وه اوس چې دامريکا حکومت هم دمنځ لارو طالبانو سره دجوړجاړي خبره کړې ده نو دا په افغانست ان کې دامنيت دټينگښت هيلې رامينځته کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG