لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

باجوړ:نښتوکې څلور طالب جنگیالي وژل شوي دي


دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمه باجوړايجنسۍ کې پاکستانی پوځ ادعا کړې ده چې څلور طالب جنگیالي یي وژلي دي. ازادو سرچینو تر اوسا د حکومتی ادعا پخلې نه دی کړی.
په باجوړ ایجنسۍ کې د طالب جنگیالو لخوا د یو اړخیزه ډزبندۍ اعلان وروسته د حکومتی ځواکونو او طالب جنگیالو لخوا لومړی نښته ده. هم د باجوړ ماموندو سیمه کې ځایي قبایلي مشرانو حکومت ته خواست کړې چې دغلته د طالبانو پرضد عملیات دې اودروي اووعده یې کړې مشران به خپله د طالبانو پرضد وسله اوچتوي.
تېره میاشت باجوړ ایجنسۍ کې طالب جنگیالو کماندان مولوي ققیر محمد د یواړخیزه ډزبندۍ اعلان کړی وؤ. کمانډر فقیر محمد ویلي وو چې د هغه جنگیالي به په سیمه کې موجود د ځواکونو پرضد بریدونه او جگړه نه کوي. په باجوړ کې طالب جنگیالو د ډزبندۍ اعلان په داسې حال کې کړې دی چې د صوبه سرحد شمالی سیمه سوات کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ ډزبندي شوې ده. په باجوړ کې پوځ د طالب جنگیالو پرضد د تېرکال د اگست میاشت راسې عملیاتو کې بوخت دي.

XS
SM
MD
LG