لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رحمان ملک : اوږدلاريون کې به چاته داړي گړي اجازه ورنۀ کړل شي


دپاکستان دصدراعظم دکورنيو چارو صلاح کار رحمان ملک ويلي دي دوکيلانواؤ سياسي فعالينو داوږد لاريون په مهال به چاته داړي گړي اجازه ورنۀ کړل شي.
نن دنهې په ورځ دجمعيت علماء اسلام دمشر مولانا فضل الرحمان سره له ليدنې وروسته خبريالانو ته ښاغلي ملک ويلي دي حکومت نۀ غواړي چې داوږد لاريون مخه ونيسي خوبايد وکيلان خپل لاريون دپارلمان مخې ته دکولو پځايې داسلام اباد په اطرافو کې وکړي، ترڅو دخلکو ورځني ژوند کې څه خنډان راولاړ نۀ شي.
دکورنيو چارو مشاور پرون په يو مطبوعاتي کانفرنس کې اعلان کړى ؤ چې که دلاريون په مهال چااړى گړى اؤ دياغي توب هڅه وکړه نو په ضد به يې دوسيې جوړولى شي چې ددغه دوسيو سزا په عمري بند محکوميدل دي.
په دغه مهال مولانا فضل الرحمان خبريالانو ته وويل هغه دنواز شريف اؤ جمهوررئيس زرداري ترمينځ دروغې جوړې زياتې هڅې کړي دي خو دواړه خواوې ديو بل په ژمنو باور نۀ لري.
فضل الرحمان زياته کړه نواز شريف ورته په ليدنه کې دجوړجاړي لپاره شرط ايښودلى ؤچې دهغه شهباز شريف دنۀ وړتيا اؤ په پنجاب کې دگورنر راج دپځايې کولو پريکړه بيرته واخلي اؤ ددې ترڅنگ دې وکيلانو ته جمهوررئيس دخبرو اترو بلنه ورکړي.
مولانا فضل الرحمان وايي جمهوررئيس زرداري دنواز شريف دغه دواړو شرطونو منلو ته غاړه ايښودلې ده خوجمهوررئيس غواړي لومړى بايد نواز شريف د١٢م مارچ څخه دپيل کيدونکي اوږد لاريون دختمولو اعلان وکړي اؤ نواز شريف دې ته چمتو نۀ دى.
په پاکستان کې دوکيلانو غورځنگ اؤ سياسي فعالينو په ١٢م مارچ دعدليې دپځايې کولو لپاره داوږد لاريون اؤ دپارلمان مخې ته دپرلت ماتونې هڅې اوج ته رسولي اؤ دوکيلانو دسازمان صدر علي احمدکرد وايي په ١٢م مارچ به ارو مرو دټول هيواد وکيلان، سياسي فعالين اؤ دمدني ټولنې غړي پلازمينې اسلام اباد ته راټوليږي اؤ دپارلمان مخې ته به دنامعلومې مودې پورې پرلتونه ماتوي

XS
SM
MD
LG