لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوهاټ : پوځي عملياتو کې ٣٥ جنگيالي وژل شوي دي


دصوبه سرحد سرښار پيښور سره نزدې په نيمه قبائيلي سيمه دره ادم خيل کې دامنيتي ځواکونو لخوا د ورانکارو په ضد عملياتو کې لږ ترلږه ٣٥ جنگيالي وژل شوي دي.
دايي ايس پي ار کوهاټ څخه جاري شوي بيان له مخې امنيتي ځواکونو دمارچ په نهمه نيټه نيمې قبائيلي سيمې کوهاټ سره پيوست دنگو غرونو تورچينا اؤ ميرعلي کې عمليات پيل کړي وؤ چې پکې تراوسه ٣٥ جنگيالي وژل شوي دي.
په دغو سيمو کې په تښتونو، وژنو اؤ نورو جرمونو کې ککړو تندلارو خپل مرکزونه جوړ کړي وؤ چې امنيتي ځواکونو دعملياتو په ترڅ کې دهغوي روزنيز، مواصلاتي مرکزونه، دوسلو ذخيرې اؤ نور پټ ځائيونه له مينځه وړي دي.
بيان وايي ددغو عملياتو په مهال ٣ عسکر هم ټپيان شوي دي.
بيان زياتوي دغه عمليات به په سيمه کې دمقصدونو ترلاسه کولو پورې دوام ولري.

XS
SM
MD
LG