لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ : پوليټيکل انتظاميې اؤ قبائيلو دامن تړون لاسليک کړى دى


دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دماموند قبيلې څخه وروسته دخار، اتمانزو اؤ سالارزو قبائيلي مشران هم پوليټيکل انتظاميې سره روغې جوړې ته رسيدلي اؤ په سيمه کې يې ورسره دامنيت دټينگښت په خاطر تړون لاسليک کړى دى.
تېره ورځ دباجوړ ايجنسۍ ماموند قبيلې دپوليټيکل انتظاميې سره د٢٨ؤ نکتو په يو تړون لاس ليک کړى ؤ.
په دغه تړون کې ويل شوي وؤ چې ماموند قبيله به حکومت سره بشپړ مرسته کوي ، په سيمه کې به دتندلاريتوب مخه نيسي ، په حکومتي ودانيو به هيڅ رقم بريدونه نۀ کيږي، څوک به دځان سره نۀ خو غټې وسلې ساتلى شي اؤ نۀ به وسلې په ډاگه گرځوي.
په دغه تړون کې دا هم ويل شوي وؤ چې ماموند به پخپله خاوره کې غيرملکيانو ته پناه نۀ ورکوي.
نن ددغه تړون په ملاتړ دباجوړ ايجنسۍ په مرکز خار کې يوه درنه جرگه وشوه چې پکې دخار، اتمانزو اؤ سالارزو قبيلې مشرانو اؤ دپوليټيکل انتظاميې چارواکو برخه واخسته.
په دغه جرگه کې دخار ، اتمانزو اؤ سالارزو قبائيلو دماموند قبيلې سره دشوي تړون په ملاتړ تړون لاسليک کړو اؤ حکومت ته يې دهر رقم مرستې باور ورکړو.
په دغه تړون دحکومت له لوري دباجوړ ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ شفير الله خان ، مرستيال پوليټيکل ايجنټ اقبال خټک اؤ تحصيلدار فاروق خان، دقبائيلي مشرانو لخوا ملک قادر خان، ملک باسط ، مولوي حنيف الله ، ملک حفيظ الرحمان، ملک قادر خان اؤ نورو لاسليکونه وکړل.
جرگې ته دوينا په مهال پوليټيکل ايجنټ شفير الله خان باور ور کړو چې حکومت به دقبائيلو لخوا دمرستې څرگنديدو په صورت کې په سيمه کې دبياودانۍ اؤ پرمختيا کارونو کې چټکتيا راولي ، دعملياتو په مهال نيول شوي بې گناه کسان به دبند څخه خوشې کوي اؤ په سيمه کې دعملياتو په مهال لگيدلي قدغنونه به پورته کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG