لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات کې اووه قاضیان ځایې پرځایې شوي دي


دصوبه سرحد دحکومت اؤ دغيرفعاله کړل شوې تندروه مذهبي ډلې تحريک نفاذ شريعت محمدي ترمينځ په سوات اؤ ټول ملاکنډ سيمه کې دشرعي نظام دپځايې کولو دتړون څخه وروسته په سوات کې يو ځل بيا شرعي محکمې فعاله کړل شوي دي اؤ ٧ؤ قاضيانو ددغه محکمو دننه خپلې دندې پيل کړي دي.
دمينگورې ښار لپاره دوه ، بري کوټ،کبل، مټې، خوازه خيلې، بحرين اؤ کالام دپاره په شرعي محکمو کې يو، يو قاضي گمارل شوى دى.
دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين پرون خبريالانو ته ويلي وؤ په لمړي پړاؤ کې به سوات کې قاضيان گمارل کيږي اؤ دملاکنډ په نورو سيمو اؤ کوهستان کې به دقاضيانو گمارنه په دوهم پړاؤ کې ترسره شي.
همدغه راز دتحريک نفاذ شريعت محمدي مشر مولانا صوفي محمد خبريالانو ته ويلي دي چې دقاضيانو په گمارل کيدلو تحريک نفاذ شريعت محمدي مطمئن دى اؤ اوس به سيمه کې ټولې پريکړې دشريعت محمدي په اساس کيږي.
بايد وويل شي په بري کوټ ، کبل، خوازه خيل اؤ مټه کې د١٩٩٤ء دنظام عدل دتړون په اساس شرعي محکمې پرانستل شوې وې چې وروسته هغې فعاليتونه وځنډول.
دغه محکمې يو ځل بيا په داسې مهال فعال کړل شوي دي چې تر دې مهاله دصوبايي حکومت اؤ ځايې طالبانو ترمينځ په سيمه کې دشريعت دنفاذ دپاره په ترسره شوي تړون دپاکستان جمهوررئيس لاسليک نۀ دى کړى اؤ جمهوررئيس په ډاگه کړې ده چې هغه به سوات کې دبشپړ امنيت دټينگيدو اؤ وضعيت ښه کيدلو څخه وړاندې په تړون لاسليک ونۀ کړي.

XS
SM
MD
LG