لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هالبروک اؤ پيټرياس سناتورانو ته پر پاک افغان تگلاره حال احوال تير کړى


دغيرملکي خبري ادارې له مخې په واشنگټن کې دعراق اؤ افغانستان لپاره امريکايي کمانډر جنرال پيټرياس اؤ دجمهوررئيس باراک اوباما لخوا پاکستان اؤ افغانستان لپاره ځانگړي استازي رچرډ هالبروک دافغانستان لپاره دتگلارې په بدلون امريکايي اساسي قانون جوړونکو ته په بنده کوټه کې تر دوؤ ساعتونو حال احوال تير کړى دى.
ددغه حال احوال په وخت ويل شويدي دنوې امريکايي تگلارې لاندې به په پاکستان فشار اچولى شي چې دامريکا نوره مرسته هم وکړي.
دسنا ديو غړي له مخې جمهوررئيس اوباما دمارچ په ٣١مه نيټه دتگلارې دپائيلو څخه دبهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن خبرولى شي.
دسرچينو له مخې ددغې تگلارې وړاندې کولو څخه وروسته باراک اوباما افغانستان کې دمرستې لپاره داروپا(گروپ اف ٢٠) اؤ ناټو څخه نور لاس امداد غوښتلى شي.
دنوې تگلاې لاندې به پاکستان لپاره دنورې اقتصادي اؤ پوځي مرستې ، افغانستان کې دپوځ روزنې اؤ پاکستان څخه افغانستان کې دبريدونو مخنيوي په هکله دگامونو هيله کيږي.
دسناء يو غړي دنوم نۀ څرگندولو په شرط وويل ددغه گام مرکزي نقطه دپاکستان راتلونکو پينځوؤ کلونو لپاره غيرپوځي امداد 7.5 بلين کولو امکان دى خو پوځي امداد دالقاعده اؤ طالبانو په ضد دگامونو پورته کولو سره تړلى شي.
دسناء دغړي له مخې جمهوررئيس براک اوباما، دبهرنيو چارو وزير هيلري کلنټن اؤ مرستيال جمهوررئيس جوزف بائيډن پاکستان لپاره دپوځي امداد مشروط کولو په هکله ٢٠٠٨ء کې هاغه مهال اتفاق کړى ؤ چې هغوي سناتوران وؤ.
همدغه راز امريکا دفاعي اؤ انتظامي چارواکو له مخې اوباما انتظاميه راتلونکې اوونۍ پورې افغانستان کې دجگړې په هکله دنوې تگلارې اعلان کيدلى شي.
غيرملکي خبري ادارې دگډو ځواکونو دمشر لخوا سپينې ماڼۍ لپاره د٢٠ؤ پاڼو يو پټ راپور په هکله ويلي دي چې په دغه پاڼو کې په عارضي توگه د٥ؤ مقصدونو ذکر دى چې پکې پاکستان کې دترهه گرۍ خوندي ځالو دله مينځه وړل اؤ پاکستان اؤ افغانستان کې دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب دله مينځه وړلو لپاره په سيمه ييز کچ گامونه اخستل شامل دي.
همدغه راز افغانستان کې ثبات، معاشي پرمختيا، ښۀ حکومت اؤ افغان ځواکونو پرمختيا لپاره گامونه اخستل شامل هم شامل دي.
داوباما انتظاميې يو چارواکي وويل په دغه تگلاره جاج بشپړ شوى نۀ دى خو دجمهوررئيس اوباما لخوا راتلونکې مياشت کې اروپا کې دناټو دغونډې په مهال ائتلافيانو ته دنوې تگلارې په هکله دحال احوال تيرولو امکان دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG